ایراني رسنۍ: د حماس مشر اسماعیل هنیه د حماس او اسراییل د جګړو راپور خامنه یي ته ورکړ
د حماس ډلې د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه چې د حماس او اسراییل د جګړو په درشل کې د دویم ځل لپاره ایران ته تللی، د دغه هېواد له لوړپوړو چارواکو سره یې ولیدل.
ایراني رسنیو د سې شنبه په ورځ (د وري ۷مه) لیکلي، چې هنیه د حماس او اسراییل د جګړو راپور خامنه یي ته ورکړ.
اسماعیل هنیه تهران ته په رسېدو سره د ایران د اسلامي جمهوریت له رهبر علي خامنه یي او د دې هېواد د بهرنیو چارو له وزیر حسین امیرعبداللهیان سره وکتل.
خامنه یي په دې کتنه کې ویلي، چې اسلامي جمهوریت د فلسطین او د غزې د خلکو د ملاتړ په برخه کې هېڅ کوم شک نه دی کړی.
له دې سره؛ اسماعیل هنیه بیا له فلسطین څخه د ایران له ملاتړه هر کلی وکړ او زیاته یې کړه،، چې ایران د فلسطین د ملت او ارمانونو د ملاتړ په برخه کې مخکښ دی.
د ویلو ده، چې له اسماعیل هنیه سربېره د فلسطین د اسلامي جهاد عمومي منشي زیاد النخاله هم ایران ته تللی دی.
د حماس د سیاسي دفتر مشر د ایران د بهرنیو چارو له وزیر سره یوه ګډه خبري غونډه هم درلوده.
هنیه په دې خبري غونډه کې یو ځل بیا له غزې څخه د مصر او اردن په ګډون نورو ځایونو ته د فلسطینیانو له جبري کډوالۍ سره خپل مخالفت څرګند کړ.
نوموړي په غزه کې د اوربند لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د وروستي پریکړه لیک د تصویب هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې ددغه پرېکړه لیک تصویب د اسراییلو د بې مخیني انزوا ښکارندویي کوي.
د امنيت شورا د وري په شپږمه نېټه په غزه کې د اوربند پرېکړه ليک په ١٤ موافقو رايو سره تصويب کړ.
د ویلو ده، چې په دغه پریکړه لیک کې په سیمه کې د سمدستي او دایمي اوربند، د حماس له خوا د برمته شویو کسانو د خلاصون او غزې ته د بشري مرستو د لیږلو غوښتنه شوې ده.