نصیر احمد فایق: له لسیزو راهیسي زرګونه افغانان د طالبانو له خوا مغز مینځي کیږي
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق د طالبانو د مشر ملا هبت الله د وروستیو څرګندونو په غبرګون وایي، چې له لسیزو راهیسې زرګونه بې ګناه خلک په ځانګړي توګه طالبان د دغې ډلې له خوا مغز مینځي کیږي.
ملا هبت الله ته منسوب یو غږیز فایل چې تېره ورځ خپور شو، پکې ویل شوي چې تر دې وروسته به ښځې په عام محضر کې په سزا ورسول شي.
نصیر احمد فایق په خپل اېکس کې لیکلي: ((د طالبانو د دغو شعارونو له امله افغانستان وران شو، میلیونونه کسان قرباني او معیوب شول او زرګونه افغانان بې ځایه او کډوالۍ ته اړ شوي دي.))
د نوموړي په خبره؛ اوس هم افغانستان له اقتصادي، ټولنیز، سیاسي او امنیتي ناورین سره مخ دی.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازولۍ سرپرست نصیر احمد فایق زیاتوي، چې د افغانستان د خلکو له وینو څخه ګټه اخیستل او د هغوی له رضایت پرته یې د برخلیک ټاکل په اسلام کې حرام او د نه منلو وړ ده.
فایق دغه څرګندونې تر هغه وروسته وکړې، چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي راډیو د یکشنبې په ورځ د طالبانو مشر ملا هبت الله ته منسوب یو غږیز فایل خپور کړ، چې پکې ويل شوي: «له دې وروسته به ښځو ته په عام محضر کې سزا ورکړو.»
په دې غږیز فایل کې «لویدیځوالو» ته په اشارې سره ویل شوي چې «موږ له تاسو سره شل کاله جګړه وکړه، موږ به شل کاله نور هم جګړه وکړو.» چې «په ځمکه کې شرعي قانون پلې کړو.»
ملا هبت الله ته په منسوبه وینا کې ټینګار شوی، چې دا خبره تر دې پورې نه ده خلاصه شوې چې «کابل مو ونیو او په ولایتونو کې په څوکیو کیناستو او شین او تور چای څکو.»