د مسكو په برید کې د وژل شویو شمېر ۹۳ تنو ته لوړ شو
د روسیې د څېړنو کمیټې اعلان کړی، چې د کروکوس تالار پر کنسرټ د «ترهګریز» برید د وژل شویو کسانو شمېر ۹۳ تنو ته ورسید. روسي چارواکو ویلي، د هغو ماشومانو مېندې او پلرونه چې په دغې پېښه کې وژل شوي، میاشتنۍ مرستې ترلاسه کړې.
له بل پلوه کرملېن اعلان کړی، د هغو څلورو « ترهګرو» په ګډون چې په دغه برید کې یې لاس لاره یوولس کسه نیول شوي دي.
خو د نیول شویو کسانو د هویت په اړه لا مالومات نه دي خپاره شوي.