امریکا: په مسکو کې پر سترو غونډو له بریده خبر وو او روسیې ته مو خبرداری هم ورکړی و
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا یو ویاند ادرین واټسون ویلي، واشنګټن د روانې میاشتې په پیل کې پر سترو غونډو له هغې ډلې په مسکو کې پر کنسرټونو د «ترهګریزو» بریدونو په اړه اطلاعات لرل او په اړه یې روسي چارواکو ته هم خبرداری ورکړی و.
امریکا هماغه مهال په مسکو کې خپلو وګړو ته سپارښتنه کړې وه، چې په سترو غونډو او له هغې ډلې په کنسرټونو کې له ګډونه ډډه وکړي.
په مسکو کې د امریکا سفارت ویلي و، چې پر دغه شان غونډو د «بنسټ پالو» د بریدونو شونتیا ډېره ده.
داعش ډلې د روسیې په پلازمېنه مسکو کې د جمعې د شپې پر یوه کنسرټ د برید پړه منلې، چې په ترڅ کې یې له ۶۰ زیات کسان ووژل شول او نږدې ۱۵۰ تنه نور ټپیان شوي.
امریکایي چارواکو ویلي، چې د هغوی اطلاعاتو تایید کړې چې دغه برید داعش ډلې ترسره کړی دی.