طالبانو پر مسکو مرګونی برید 'ترهګریز' بللی او ویلي یې دي، داعش غواړي اسلام بدنامه کړي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په مسکو کې شوی برید غندلی، هغه یې «ترهګریزه» کړنه بللې او دا چې داعش یې پړه منلې دغه ډله وایي، داعش «د اسلام د بدنامولو لپاره» هڅه کوي.
طالبانو دا هم ویلي، چې نن سبا د داعش ډله د سیمې د امنیت لپاره په ستر ګواښ بدله شوې ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دغه برید «د بشري معیارونو څخه ښکاره سرغړونه» بللې ده.
په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، داعش په افغانستان او د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د ولسي خلکو په نښه کولو سره وښوده چې دغه ډله د استخباراتي کړیو په لاس کې ده او موخه یې «د اسلام بدنامول» دي.
طالبانو دا رنګه ویلي، داعش د ټولې سیمې لپاره ګواښ دی او له هېوادونو یې وغوښتل چې پر وړاندې یې «همغږی، روښانه او پرېکنده دریځ خپل کړي.»
د مسکو د کنسرټ په یوه سالون کې شوي برید تر ۶۰ زیات کسان وژلي او لسګونه نور یې ټپیان کړي دي.