سپینې ماڼۍ د امریکا د اوبو پر سیستم د ایران د سایبري برید د ګواښ په اړه خبرداری ورکړ

د جوبایډن حکومت د متحده ایالاتو د ټولو ایالاتونو والیانو ته د مهمو زېربناو پر وړاندې د ایران سره د تړلو هکرانو د پرله پسې ګواښونو په حواله د امریکا د اوبو رسولو پر سیسټمونو د سایبري بریدونو په اړه خبرداری ورکړی.

سپینې ماڼۍ د امریکا د مختلفو ایالتونو واليانو ته په یوه رسمي لیک کې پورته یاد شوي بریدونه، د څښاک اوبو سرچینو ته د لاسرسي د ګډوډولو احتمال سربېره، احتمالي قربانیانو ته د جبران د ورکړې یادونه هم کړې ده.

د خبرداري دا لیک د ملي امنیت سلاکار جیک سلیوان او د متحده ایالاتو د چاپیریال ساتنې ادارې رییس مایکل ریګن لاسلیک کړی.

د لیک لاسلیکوونکو ټینګار کړی، چې د څښاک اوبه او د فاضله اوبو سیسټمونه د سایبر بریدونو لپاره یو زړه راښکونکی هدف دی.

په دغه لیک کې د امریکا د مختلفو ایالتونو واليان اړ شوي، چې په دې برخه کې د سایبر امنیت پروسیجرونه په هر اړخیزه توګه وارزوي ترڅو زیانمنونکې برخې وپیژني.

سپینې ماڼۍ د ایران سربېره د چین له حکومت سره تړلي هکران هم په دې برخه کې د جدي ګواښ په توګه پېژندلي دي.

له دې وړاندې هم له ایران سره تړلو هکرانو د پنسلوانیا ایالت د الیکویپا د اوبو د څانګې پر تاسیساتو برید وکړ او د دوو ښارونو د اوبو پمپ کولو وسایل یې غیر فعال کړل.

د امریکا د اوبو د سوداګرۍ ټولنې لوړ پوړو چارواکو د کانګرس له استازو سره په ځانګړې ناسته کې په دې برخه کې د فعالو ځواکونو د روزنې او د حکومتي هکرانو د سایبري بریدونو سره د مبارزې لپاره د لا زیاتو پیسو غوښتنه وکړه.