د غزې جګړه؛ د پنځو عربي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غزه کې د ژر اوربند غوښتنه وکړه
د مصر، قطر، سعودي عربستان، اردن او عربي متحده اماراتو د بهرنیو چارو وزیرانو په غزه کې د ژر تر ژره اوربند غوښتنه وکړه.
د مصر د بهرنیو چارو وزارت وایي، چې د یادو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن سره تر کتنې مخکې په قاهره کې د یوې غونډې په ترڅ کې د غزې د جګړو د پای ته رسېدو په اړه خبرې وکړې.
ټاکل شوې، چې د دغو پنځو عربي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر سره هم وګوري.
د مصر د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ (د وري ۲مه) د یوې بیانیې په خپرولو سره په غزه کې په بشپړه توګه د جګړو د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.
په بیانیه کې د اسراییل او غزې ترمنځ د ټولو لارو د پرانیستو غوښتنه هم شوې ده.
یادو عربي هېوادونو تر هغه وروسته په غزه کې د جګړو د پایته رسېدو غوښتنه وکړه، چې د جګړو له پیل څخه پنځه میاشتې وروسته ملګرو ملتونو په سیمه کې د قحطۍ د راتلو خبرداری ورکړ.
د یادولو ده، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر تر دې وړاندې د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي او له خپل مصري سیال سامح شکري سره د فلسطیني ملکي وګړو د خوندیتوب او د حماس له خوا د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون په ګډون د سمدستي اوربند د ترلاسه کولو پر لارو چارو خبرې اترې کړي دي.