په الشفا روغتون د اسراییل د عملیاتو په څلورمه ورځ تر سلو زیات فلسطینیان وژل شوي دي
د اسراييل لومړي وزير بنيامين نتنياهو يو ځل بيا امريکا ته ويلي، چې د حماس تر ماتې پورې به په غزه کې جګړه روانه وي. په غزې ښار کې په الشفا روغتون د اسراییل عملیات څلورمې ورځې ته وغځېدل، چې له امله یې په لسګونه فلسطینیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
له بلې خوا اسراييلي ځواكونو تېره شپه ناوخته د نور شمس كډوالو پر كمپ چاپه وهلې.
د لويديځې غاړې په نور شمس د كډوالو په كمپ کې د اسراييلي ځواكونو د بې پيلوټه الوتكې د بريد له امله دوه فلسطينيان وژل شوي دي.
د اکټوبر له اوومې راهیسې پر غزې د اسراییل په بریدونو کې لږ تر لږه ۳۱ زره ۹۲۳ فلسطینیان وژل شوي او ۷۴ زره ۹۶ نور بیا ټپیان دي.
ورته مهال، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د اوربند په اړه د خبرو اترو لپاره سعودي عربستان ته رسېدلی دی.
ټاکل شوې، چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن په جده کې د سعودي له ولیعهد محمد بن سلمان سره وګوري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن به له سعودي عربستان وروسته مصر او بیا اسراییل ته سفر وکړي.
د اکټوبر په اوومه پر غزې د اسراییل له برید وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د شپږم ځل لپاره منځني ختیځ ته سفر کوي.
له بلې خوا د حماس لوړپوړی چارواکی اسامه حمدان وايي، په غزه کې د اوربند د وروستي وړاندیز په اړه د اسراییل ځواب «منفي» و، چې دا به په قطر کې د خبرو د ناکامۍ لامل شي.