یوناما: د نجونو د زده کړو مخنیوی "د نه توجیه وړ او زیانمنونکی" دی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) د نوي ښوونیز کال له پیل سره سم د نجونو د زده کړو مخنیوی "د نه توجیه وړ او زیانمنونکې" بولي.

یوناما د چهارشنبې په ورځ (د وري لومړۍ نېټه) یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل؛ څو د نجونو او ښځو پر وړاندې د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې خلاصې کړي.
دغه سازمان په خپل اېکس کې لیکلي: «۹۰۰ ورځې کیږي، چې له شپږمو ټولګیو پورته نجونې ښوونځيو ته له تګ څخه منع شوې دي.»
طالبانو نن نوی ښوونیز کال په داسې حال کې پیل کړ، چې له درېیو کلونو راهیسي د نجونو او ښځو پروړاندې د ښوونځيو او پوهنتونونو ترڅنګ د لسګونو نورو روزنیزو مرکزونو دروازې بندې دي.
طالبانو په ځلونو ویلي، چې په ښوونیزو چارو کې به د اصلاحاتو له راوستلو وروسته د نجونو پر وړاندې د ښوونځيو دروازې پرانېستل شي؛ خو دا چې دوی به خپله دا ژمنه څه وخت پوره کړي، معلومه نه ده.
یوناما، د بشري حقونو سازمانونو او د نړۍ بېلابېلو هېوادونو تر دې مخکې هم د افغان نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانېستلو غوښتنه کړې ده.