جو بایډن او مېرمنې یې د نوي کال د لومړۍ ورځې نوروز په اړه مبارکي ویلې
د امریکا ولسمشر جو بایډن، او د هغه مېرمنې جېل بایډن په یوه پیغام کې په دې جمله چې «اختر مو مبارک شه» د نوي کال لومړۍ ورځ یا د نوروز مبارکي ویلې.
په پیغام کې راغلي، چې په امریکا کې میشتې ټولنې په دغه ورځ سره راټولیږي د دغې ورځې نمانځنه کوي چې ورسره، دغه ورځې «د امریکا د فرهنګ یوه برخه په خوښۍ» بدله کړې ده.
جو بایډن دا رنګه د ایراني مېرمنو په ملاتړ د ایران حکومت ځواب ورکوونکی بللی، چې د ایران د خلکو له لومړنیو انساني حقونو سرغړونه کوي.
بایډن په خپل پیغام کې د غزې د جګړې یادونه هم کړې، چې په وینا یې د فلسطین خلک یې له امله سخت کړاوونه ګالي.
د امریکا ولسمشر ټینګار وکړ، چې واشنګټن د غزې له خلکو سره د خوړو، اوبو، درملو او سرپناه په برابرولو کې خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي.