په نیو مکسیکو کې یو افغان کډوال د ' مسلمانانو د وژنې' په یوه دوسیه کې مجرم وپېژندل شو
په نیو مکسیکو کې یوې محکمې افغان کډوال د پاکستاني کډوال افتاب حسین په وژلو تورن کړ. محمد سید چې د دوو نورو مسلمانانو په وژنه هم تورن دی، د عمري حبس سره مخامخ دی. دغو پېښو د نیو مکسیکو د مسلمانان ټولنې ترهولې او وېرولې وې.
پولیسو د ۴۱ کلن افتاب حسین مړی د ۲۰۲۲ کال په جنورۍ میاشت د البوکرکي په ښار کې له یوه موټره داسې مهال وموند، چې په ګولیو وېشتل شوی و.
په نیو مکسیکو کې د مسلمانانو سره د تړلو رسنیو او ډلو د درېیو تنو مسلمانانو وژنه د مذهبي فرقه وارۍ سره تړلې بللې؛ خو پولیسو ویلي چې په دې کار کې د شخصي تربګنۍ نښې څرګندې دي.
دغو پېښو د امریکا په نیو مکسیکو کې د مسلمانانو تر منځ اندېښنې زیاتې کړې دي. په هماغه کال پولیسو د محمد سید نوم یاد کړی و، چې د دغو پېښو «اصلي تورن» یې نیولی دی.
د څارنوالۍ د برخې یو وکیل ډیویډ وایمیر د محمد سید په اړه یې د حکم له صادرولو وروسته وویل، چې د هغه د دې کار لامل ښايي «د زنځیري قتلونو ذهنیت» وي چې کېدای شي هغه به «هیڅکله هم درک نه کړو.»
منځګړي پلاوي د دغه افغان کډوال له درېیو دوسیو څخه د لومړۍ دوسیې په اړه چې د دوی په لاس کې وه، په هغې کې یو ګرځنده ټیلیفون و او دا یې ښودل چې محمد سید د ډزو پر ځای کې و.
د پېښې له سیمې هغه ګولۍ چې تر لاسه شوې وې، د هغو وسلو سره یې ورتهوالی لاره چې د ده له کوره تر لاسه شوې دي.
محمد سید دا رنګه د محمدافضل حسین په وژلو کې چې د ۲۰۲۲ کال په ښار کې د یوه جوړ شوي پلان له مخې وژل شوی و او دا رنګه د یوې لارۍ چلوونکي نعیم حسین په وژلو هم تورن دی. دغه دواړه کسان د البوکرکي سیمې ته نږدې وژل شوي وو.
په راپورونو کې راغلي، چې درې واړه وژل شوي پاکستانیان یا افغانان وو او محمد سید له هغوی سره د ابوکرکي سیمې په یو ستر جومات کې یو ځای لمونځ هم ادا کړی و.
د نیو مکسیکو د البوکرکي ښار پولیسو نوموړی د څلورم مسلمان د قتل په تور هم تورن کړی؛ خو تر اوسه په دې اړه کوم تور نه دی ثبت شوی.
دغه افغان کډوال په امریکا کې د نورو جرمونو لکه د کورني تاوتریخوالي مخینه هم لري.
د اسوشیټېدپرېس خبري اژانس د تېرې چهارشنبې په ورځ په یوه راپور کې لیکلي و، محمد سید چې په پښتو ژبه خبرې کوي او په انګریزۍ نه پوهېږي، له نیولو له مهاله تر اوسه بې له ضمانته په بند کې ساتل کېږي.