امریکايي جنرالان: ونه توانېدو چې په افغانستان کې یو دولت جوړ کړو، دا ستراتیژیکه ناکامي ده

د امریکا د پوځ پخواني لوی درستیز کانګرس ته ویلي، چې له افغانستانه د وتلو پرېکړه په یوه شپه کې نه ده شوې. د نوموړي په خبره، دې بهیر شاوخوا یوه لسیزه وخت نیولی دی.

مارک میلي په کانګرس کې د لوړپوړو امریکايي متقاعدو جنرالانو په استجوابیه غونډه کې زیاته کړه: "مونږ ونه توانېدو چې په افغانستان کې یو دولت جوړ کړو او دا یوه ستراتیژیکه ناکامي ده."
میلي ووېل؛ د امریکا دولت ته یې وړاندیز کړی و، چې د افغانستان د پوځ او دولت لپاره اړتیا ده چې په محدود ډول ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي؛ خو بایډن ونه منله.
نوموړی وایي؛ وړاندوینه یې کړې وه، چې د افغانستان حکومت به سقوط وکړي.
له دې سره؛ د سنتکام پخواني قوماندان کنټ مکنزي بیا په دغه استجوابیه غونډه کې وویل، چې د افغانستان د دولت پرځېدل د بهرنیو ځواکونو د وتلو پروګرامونه ګډوډ کړل.
هغه وایي: "پلان دا و< چې یو شمېر ځواکونه د سفارت د ساتلو او په خوندي توګه د امریکایانو د وتلو لپاره پاتې شي، خو د افغانستان د دولت پرځېدو هر څه ګډوډ کړل."
د امریکا دغو دوو لوړپوړو پخوانيو چارواکو میلي او مکنزي تر دې مخکې هم ویلي و، چې طالبان د باور وړ نه دي.
یادو چارواکو د افغانستان له خاورې د امریکا پر ګټو د داعش ډلې د برید خبرداری هم ورکړی و.
د امریکا د کانګرس استازي مایکل والټز په دې غونډه کې ووېل، چې له افغانستانه ترهګریز ګواښونه د اندېښنې وړ دي.
نوموړی وایي، چې د جنرال میلي او جنرال مکنزي په استجوابیه غونډه کې باید روښانه شي، چې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو مسوول څوک دی.
اخوا د امریکا د کانګرس بل استازی جري کانلي له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې ووېل، چې د افغانستان د ماتې اصلي مسوولان زلمی خلیلزاد او دونالډ ټرمپ دي.
د یادولو ده، چې د غونډې له پیل سره سم د جګړو یو شمېر مخالفین بیا د بهرنیو اړیکو د کمېټې د دروازې پر وړاندې سره راټول شوي وو.