د شمالي کوریا مشر د روسیې په ولسمشریزو ټاکنو کې د پوتین د بري مبارکي ورکړه

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د روسیې په ولسمشریزو ټاکنو کې د ولادیمیر پوتین د بري مبارکي ورکړه. د روسیې د ریانووستي خبري اژانس د راپور له مخې، په روسیه کې د ولسمشریزو ټاکنو بهیر پای ته رسېدلی او ولادیمیر پوتین ۸۷،۳۲ رایې ترلاسه کړې دي.

د لومړنیو رسمي پایلو پر بنسټ، ولادیمیر پوتین د پنځم ځل لپاره د دغه هېواد ولسمشر وټاکل شو.
د روسیې د ټاکنو د مرکزي کمیسیون په خبره، په دغو ټاکنو کې پر شرایطو برابرو ۷۰ سلنه کسانو خپلې رایې کارولې دي.
پوتین چې د (کې جي بي) پخوانی ډګروال دی او په لومړي ځل په ۱۹۹۹ کال کې واک ته رسیدلی، په ټاکنو کې یې بریالیتوب لوېدیځ ته دا ښيي، چې که روسیه په جګړه کې ښکیله وي او یا که هلته سوله وي، خو د روسیې مشران به د اوږدو کلونو لپاره پر دغه هیواد واکمن وي.
۷۱ کلن پوتین په تېرو ۲۰۰ کلونو کې هغه کس دی، چې پر روسیې یې تر ټولو ډیره واکمني کړې ده.