د روسیې د ټاکنو لومړنۍ پایلې ښيي، چې پوتین د زیاتو رایو په ترلاسه کولو سره ټاکنې ګټلي

ولسمشر ولادیمیر پوتین د یکشنبې په ورځ د روسیې ټاکڼې د ریکارډ په کچه په داسې حال کې ګټلي چې زرګونو مخالفینو یې د رای ورکولو په مرکزونو کې لاریونونه کړي او امریکا ویلي، چې رای اچونه ازاده او عادلانه نه وه.

پوتین چې د کا جې بي پخوانی ډګروال دی او په لومړي ځل په ۱۹۹۹ کال کې واک ته رسیدلی، په ټاکنو کې یې بریالیتوب لویدیځ دا ته ښيي، چې که روسیه په جګړه کې ښکیله وي او یا که هلته سوله وي، خو د روسیې مشران به د اوږدو کلونو لپاره پر هغه هیواد واکمني کوي.

د ټاکنو لومړنیو پایلو له مخې، ۷۱ کلن پوتین به په اسانۍ سره د شپږ کلنې بلې دورې لپاره واک ترلاسه کړي او په دې توګه به په تیرو ۲۰۰ کلونو کې هغه کس دی چې پر روسیې یې تر ټولو ډیره واکمني کړې.

د روسیې د عامه افکارو بنسټ د شمیرو له مخې پوتین ۸۷.۸ سلنه رایې ګټلي چې د شوروي په تاریخ کې تر ټولو لوړې دي. دغه مرکز وايي، چې ټاکنې په دقیقه توګه ترسره شوې وې.