حماس په غزه کې د شپږو اونیو لپاره د نوي اوربند وړاندیز وکړ

حماس د جمعې په ورځ په غزه کې د شپږو اونیو لپاره د نوي اوربند او د بندیانو د تبادلې وړاندیز یوه ورځ وروسته له هغه وکړ، چې د فلسطین ولسمشر محمود عباس محمد مصطفی د لومړي وزیر په توګه وټاکه.

د حماس یوه چارواکي له څو اوونیو بې پایلې منځګړیتوب هڅو وروسته وویل، دغه هوکړه د شپږو اونیو اوربند او د بندیانو د تبادلې لپاره ده.
هغه زیاته کړه، چې دا ډله غواړي دغه اوربند له غزې تړانګې څخه د اسراییل د بشپړ وتلو او دایمي اوربند لامل شي.
له بلې خوا، ۶۹ کلن مصطفی چې د محمد شطیح ځای ناستی دی اوس د فلسطیني ادارې لپاره د نوي حکومت د جوړولو دنده پر مخ وړي.
سپینې ماڼۍ د هغه د ټاکل کېدو هرکلی کړی دی. محمد مصطفی په اقتصادي چارو کې د لومړي وزیر د مرستیال په توګه دنده ترسره کړې، یو وخت یې د فلسطین د پانګونې په وجهي صندوق کې د بورډ څوکۍ په غاړه درلوده او د نړۍوال بانک په یو شمېر لوړ پوړو بستونو کې یې کار کړی دی.
د غزې په تړانګه کې د اسراییل په پوځي عملیاتو کې په تېرو پنځو میاشتو کې لږ تر لږه ۳۱۴۹۰ فلسطینیان وژل شوي او ۷۳۴۳۹ نور ټپیان دي.
ورته مهال د فلسطین د کورنیو چارو وزارت ویلي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۴۹ فلسطینیان وژل شوي او ۳۰۰ نور ټپیان دي.