د ایران د کرنې وزارت چارواکو کابل ته د سفر په ترڅ کې له طالبانو سره هوکړه لیک لاسلیک کړ
په کابل کې د ایران سفارت وایي، چې ددغه هېواد د کرنې وزارت مسوولانو کابل ته په خپل درې ورځيني سفر کې له طالبانو سره د کرنې او مالدارۍ په برخه کې یو هوکړه لیک لاسلیک کړی دی.
د ایران سفارت د چهار شنبې په ورځ (د کب ۲۳مه) په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه هوکړه لیک پر بنسټ به دواړه لوري د نباتاتو د ساتنې، وترنرۍ درملو او د نباتاتو د قرنطين په برخو کې همکاري وکړي.
خبرپاڼه زیاتوي؛ د ایران د کرنې چارواکي او طالبان پر بېلابېلو موضوعاتو هوکړې ته رسېدلې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې د ایران د کرنې وزارت مرستیال علي رضا مهاجر ویلي: "د نباتاتو د ساتنې، د نباتاتو د قرنطین او د توکو د ټرانزیت په برخو کې هوکړه شوې ده."
د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزیر عطاالله عمري هم په کابل کې د ایران له سفیر حسن کاظمي قُمي سره په کتنه کې کابل ته د ایراني چارواکو د سفر د دوام غوښتنه کړې ده.