د لبنان په سویل کې د اسراییل د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د حماس ډلې یو غړی ووژل شو

رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د لبنان په سویلي ښار صور کې د اسراییل د بې پیلوټه الوتکې په برید کې دوه کسان وژل شوي دي.

د دغه راپور له مخې؛ په دغو دوو کسانو کې یو یې د حماس ډلې غړی و.
د حماس ډلې لبناني څانګې په یوې بیانیه کې په دغه برید کې د خپل یوه غړي وژل کېدل تایید کړ او لیکلي یې دي، چې یاد وژل شوی کس هادي علي محمد مصطفی و.
رویټرز زیاته کړې ده، چې په صور ښار کې د مصطفی په موټر باندې د بې پیلوټه الوتکې د برید پر مهال یو سوریایي کس چې په موټر سایکل له سیمې څخه تېرېده هم په نښه شو او ژوند یې له لاسه ورکړ.
حماس ته یوې نږدې سرچینې رویټرز ته ویلي، چې مصطفی د دې ډلې لوړ پوړی غړی نه و.
د اسراییل پ د دغه برید مسوولیت منلی او ویلي یې دي، چې مصطفی په لبنان کې د ترهګریزو ډلو په رهبري کولو او په څو بهرنیو هېوادونو کې د یهودانو او اسراییلي وګړو په وړاندې په بریدونو کې لاس درلود.
د دغه راپور پر اساس، مصطفی په لبنان کې د حماس د هغې ډلې غړی و چې مشري یې سمیر فندي کوله.
په غزه کې د نښتو دوام او بشري ناورین
المان اعلان وکړ، په پام کې لري له هغو هېوادونو سره یو ځای شي چې د غزې د اوسېدونکو لپاره د اړتیا وړ مرستې له اسمانه هغوی ته غورځوي.
امريکا، فرانسه، اردن او مصر د هغو هېوادونو په ډله کې دي، چې تر دې مخکې يې غزې ته د فلسطينيانو لپاره مرستې لېږلې دي.
الجزیرې خبري شبکې راپور ورکړی، چې په رفح ښار کې د بشري مرستو د وېش پر یوه مرکز باندې د اسراییلو په برید کې څو تنه مړه او ژوبل شوي دي.
د الجزیرې په خبره، دا مرکز د فلسطیني بې ځایه شویو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستې او د کار موندنې (اونروا) ادارې پورې اړه لري.
د حماس د عامې روغتیا وزارت اعلان کړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزې د اسراییلو د بریدونو په پایله کې شاوخوا ۱۰۰ تنه وژل شوي دي.
په غزه کې د روانې جګړې له پیل راهیسې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۳۱ زره او ۲۷۲ کسانو او د ټپيانو شمېر بیا ۷۳ زره کسانو ته ورسېد.