د طالبانو د کرنې وزارت له ایرانه د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د همکارۍ غوښتنه وکړه

د طالبانو د کرنې او اوبو لګولو وزیر عطاالله عمري د ایران د کرنې وزارت له مرستیال مجتبی نوروزي سره په کتنه کې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د ایران د همکارۍ غوښتنه وکړه.

د طالبانو په خبره؛ ښاغلی نوروزی د کرنې، مالدارۍ، بڼوالۍ، څېړنې او د خاورې پېژندلو په برخو کې د همکارۍ په موخه کابل ته تللی دی.
د طالبانو د کرنې وزارت د چهار شنبې په ورځ (د کب ۲۳مه) په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: "افغانستان چې مناسب اقليم، ډېرې ځمکې، ډېر سیندونه او په کافي اندازه بشري ځواک لري، باید ترې کار واخیستل شي."
د خبرپاڼې له مخې؛ د ایران د کرنې وزارت د نباتاتو د ساتنې ادارې سرپرست، په رضوي خراسان او سویلي خراسان کې د دغه سازمان رییسانو او د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر د ځانګړي استازي اقتصادي سلاکار هم په کابل کې په همدې موخه له طالب چارواکو سره وکتل.
خبرپاڼې د طالبانو د کرنې د وزیر له قوله ویلي: "افغانستان داسې امتیازات لري چې د نړۍ ډېر هېوادونه یې نه لري او له دغو نعمتونو باید ګټه واخیستل شي او ورباندې کار وشي."
طالبانو تر دې وړاندې د کرنې په برخه کې د ازبکستان او ترکمنستان د هېوادونو د همکارۍ غوښتنه هم کړې وه.