طالبان: په تېرو دوو کلونو کې له ۴زرو ډېر افغانان د پاکستان له زندانونو خوشې شوي دي

AP ۱۴۰۲ کب ۲۲

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د طالبانو قونسل عبدالجبار تخاري خبر ورکړی، چې په تېرو دوو کالو کې د سند صوبې له زندانونو ۴زره او ۱۱۰ تنه افغانان خوشې شوي دي.
دغه طالب چارواکي ویلي، چې په دغې صوبه کې ۱۵۰ نور افغانان لاهم بندیان دي.

ښاغلی تخاري ادعا کوي، چې دغه بندیان د طالبانو په هڅو د پاکستان په سند صوبه کې له زندانونو خوشې شوي او له ۳زرو ډېر کسان یې بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.
دغه طالب چارواکي د سه شنبې په ورځ د کب په ۲۲مه د دغې ډلې تر واک لاندې ملي راډیو ټلویزیون ته ویلي، چې په دوی کې ۸۵۰ خوشې شوي بندیانو قانوني اسناد لاره؛ ځکه بېرته افغانستان ته نه دي ستانه شوي.
په کراچۍ کې د طالبانو قونسل وایي، چې بندیانو کې ماشومان او ښځې هم شاملې وې؛ خو د دوی د کره شمېرې په اړه یې څه نه دي ویلي.
هغه په وروستیو کې د ۸۹ افغان بندیانو له خوشې کېدو خبر ورکړ.
د افغانستان د پخواني حکومت له نسکورېدو وروسته، ډېرو افغانانو پاکستان ته پناه وړې ده.

نور خبرونه

رادیو