د مېرمنو ورځ؛ جمهوري غوښتونکو له خلکو غوښتي چې د طالبانو پر وړاندې د ښځو د حق دفاع وکړي

AP ۱۴۰۲ کب ۱۸

د افغانستان د جمهوري غوښتونکو خوځښت وايي، چې افغان ولس او سیاسي قشر ته بویه چې پر مېرمنو د لګېدلو بندیزونو او له ټولنیز ژوند څخه د افغاني ټولنې د یوې لویې حذف شوې برخې د حق غوښتلو په موخه سره رامنسجم شي او افغانستان له راتلونکې بدبختۍ وژغوري.

دغه خوځښت نن جمعه( د کب ۱۸مه) د ښځو د نړۍوالې ورځې په پار په یوې اعلامیې کې ویلي، چې سږکال یو ځل بیا د مارچ اتمه (د ښځو نړۍواله ورځ) په داسې مهال راځي، چې په افغانستان کې د طالبانو له خوا د افغان څلوېښت میلیوني ملت عظیمه برخه(مېرمنې) تر شدیدو محدویتونو لاندې ده.

اعلامیه زیاتوي، چې انساني تاریخ ته په پام سره په ټولنیز ژوند او کردار کې د ښځو ونډه، زده کړې، کار او سیاست د مدني او انساني ارزښتونو لومړنۍ غوښتنې دي؛ خو "په خواشینۍ سره باید ووایو، چې د افغانستان مېرمنې او نجونې له خپلو لومړنیو حقونو څخه په زوره بې برخې شوې دي."

یاد خوځښت زیاتوي، چې د مېرمنو پر وړاندې دا ډول خشن برخورد او عقديي چلند په دې معنا دی، چې د افغانستان له نیمايي زیاته ټولنه په لوی لاس فلج او یوه غښتلې برخه له ټولنې په زوره وایستل شي.

په اعلامیه کې زیاته شوې: "طالبانو نه یوازې دا چې د مېرمنو او نجونو پر وړاندې د زده کړو او کار دروازې بندې کړي دي؛ بلکې د افغاني ټولنې دغه مهم قشر یې له هر ډول ټولنیز فعالیته بې برخې کړی دی."

د جمهوري غوښتونکو خوځښت ویلي، چې په افغانستان کې طالبانو افغانې مېرمنې او نجونې شدیدي او جبري محدودې کړي دي، چې دا د یویشتمې پېړۍ په روان دور کې له ټولو انساني او مدني ارزښتونو خلاف چاره ده.

د افغانستان د جمهوري غوښتونکو خوځښت د افغان مېرمنو د حق د تر لاسه کولو په موخه پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی، چې پر افغان مېرمنو د لګېدلو بندیزونو په اړه دې بې تفاوته نه پاتې کیږي او له طالبانو سره د تعامل پر ځای دې دغه ډله د ځانګړي سیاسي فشار په پایله کې د خبرو مېز ته کېنوي.

د مېرمنو نړۍواله ورځ د درېیم ځل لپاره په داسې مهال تکرار شوه، چې په افغانستان کې طالبان حاکم دي او دغې ډلې د مېرمنو او نجونو پر وړاندې د کار، زده کړو او په ټولنیز ژوند کې په برخې اخیستنې بندیزونه وضع کړي دي.

خو طالبانو بیا ویلي، چې په افغانستان کې یې مېرمنو ته د اسلام په چوکاټ کې حقونه ورکړي دي.

نور خبرونه

رادیو