امریکا مسکو کې خپلو وګړو ته وویل، د توندلارو د ممکنه برید له امله دې لویو غونډو ته نه ځئ
امریکا وايي، د هغو راپورونو په اړه څېړنه کوي چې ګواکې افراطیان په مسکو کې پر لویو غونډو د برید پلان لري. دغه هېواد په مسکو کې له خپلو اتباعو غوښتي، چې تر راتلونکو ۴۸ ساعتونو په کنفرانسونو او کنسرتونو کې له ګډون ډډه وکړي.
په روسیه کې د امریکا سفارت پرون په مسکو کې خپلو اتباعو ته لیکلي: "سیمه ییزې رسنۍ تعقیب کړئ او خپل شاوخوا محتاط اوسئ."
په روسیه کې د بریتانیا سفارت هم ورته خبرتیا خپره کړې او په مسکو کې یې برتانوي اتباعو ته خبرداری ورکړی دی.
دا خبرداری پرون (پنجشنبه، کپ ۱۷) د روسیې د امنیتي ځواکونو له عملیاتو وروسته صادر شو.
د روسیې امنیتي ادارې پرون وویل، چې په مسکو کې یې پر یوه کنیسه د داعش خراسان د حملې مخه نیولې ده.
امریکا او برتانیا د کومې سختدریځې ډلې نوم نه دی اخیستی، خو له خپلو اتباعو یې وغوښتل چې له ځانه ساتنه وکړي.