ملګري ملتونه وايي، په غزه کې د ۱۷ زره ماشومانو مېندې پلرونه وژل شوي دي
د فلسطیني بې ځایه شویو خلکو لپاره د مرستندویه بنسټ اژانس وايي، چې د اکټوبر له اوومې نېټې راهیسې چې اسراییل بریدونه پیل کړي د ۱۷ زره ماشومانو مېندې پلرونه په غزه کې وژل شوي دي.
دغه بنسټ لیکلي، د غزې په شمالی څنډو کې له هرو شپږو ماشومانو چې عمرونه یې له دوو کالو ټیټ دي، یو یې په سختې خوراځواکۍ اخته شوی.
انروا د سه شنبې په ورځ پر اېکس پاڼه لیکلي، چې «په غزه کې نوي زېږېدلي ماشومان د نړۍوال مخکې له منخه ځي او هغوی یې په رڼو سترګو ویني.»
دغه بنسټ زیاته کړه:« ماشومان په بمباریو کې مري او له هغې بده دا چې د [غزې] په کلابندۍ کې سا ورکوي. د دغو ظالمانه او ویرونکو وژنو مخنیوی هم کیدای شي.»
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسېف) په غزه کې د ماشومانو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او ویلی یې و چې د اوبو، خوړو او سرپناه نشتوالي د ماشومانو پالنه له ننګونو سره مخامخ کړې ده.
د ملګرو ملتونو دغې ادارې د روان کال د لېندۍ په میاشت کې ویلي و، چې د غزې تړانګه په نړۍ کې د ماشومانو لپاره تر ټولو خطرناکه سیمه ده.
د غزې د روغتیا وزارت تېره اوونۍ ویلی و، چې د حماس او اسراییل تر منځ په جګړه کې د تلې میاشتې راهیسې تر اوسه له ۳۰ زرو زیات کسان وژل شوي دي.
دغه وزارت ویلي و، چې ګڼ ماشومان د خوارخواکۍ، د اوبو د کمي او قحطۍ له امله په روغتونونو کې سا ورکوي.