په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازی: ۸۵ سلنه افغانان ښځو ته د زده کړو مساوي حق غواړي

AP ۱۴۰۲ کب ۱۶

په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې مرستیال وايي، چې واشنګټن له افغان ښځو سره کار کوي تر څو چمتو شي، چې په ټولنه کې په بشپړه توګه برخه واخلي او نېږدې ۸۵ سلنه افغانان ښځو ته د زده کړو مساوي حق غواړي.

رابرټ ووډ د امنیت شورا په غونډه کې وویل، چې د ښځو نه ګډون د افغانستان اقتصاد ته میلیونونه ډالره ګټه رسولی شي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازې مرستیال د چهارشنبې په ورځ د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ځانګړې غونډه کې وویل، چې طالبان لا هم د ښځو او نجونو حقونه له پامه غورځوي او زده کړو ته د نجونو لاسرسی محدودوي.

هغه د ښځو پر کار باندې لګول شوي محدودیتونه او د دې ډلې له خوا د حجاب لګول د ټولنیز ډګر څخه د ښځو د ایستلو د یوې وسیلې په توګه یاد کړل.

رابرټ ووډ په دې غونډه کې وویل، چې د سروې ګانو پر بنسټ ۸۵ سلنه افغانان په دې باور دي، چې ښځې باید زده کړو ته مساوي لاسرسی ولري.

هغه زیاته کړه، چې د ښځو شتون د افغاني ټولنې له پیاوړتیا سره مرسته کوي او د ښځو کار کول د افغانستان اقتصاد ته تر یو میلیارد ډالرو زیات عاید راوړي.

په افغانستان کې د یوناما د فعالیتونو د ملاتړ په ترڅ کې په ملګرو ملتونو کې د امریکا د استازې مرستیال وویل، چې دوی د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو ملاتړ کوي.

هغه د یوې لار نقشې په چمتو کولو ټینګار وکړ، چې طالبان د افغانستان د نړۍوالو مکلفیتونو د رعایتولو او همدارنګه له دغې ډلې سره د نړۍ د اړیکو د عادي کولو لپاره د شرایطو په برابرولو مکلف کړي.

وروسته له هغې چې طالبانو یو ځل بیا پر افغانستان واک تر لاسه کړ، دغې ډلې پر مېرمنو او نجونو د کار، زده کړو او ټولنیز ژوند کې پر برخې اخیستنې یو شمېر محدودیتونه وضع کړل، چې دا چاره د نړۍوالې ټولنې او بشري حقونو سازمانونو د غبرګون لامل وګرځېد.

طالبانو پر نجونو او مېرمنو لګېدلي بندیزونه د دوی داخلي مساله ګڼلې ده.

نور خبرونه

رادیو