د خوړو نړۍوال پروګرام: له افغانستان سره اروپايي ټولنې ۲۰ میلیونه یورو مرسته وکړه

د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام له افغانستان سره د اروپايي ټولنې د ۲۰ میلیونه یورو په ارزښت د بشري مرستو اعلان وکړ. دغه سازمان زیاته کړه، چې یادې پیسې به په ۲۶ ولایتونو کې د ۳۰۰ زره افغانانو د خوراکي توکو له خوندیتوب سره مرسته وکړي.

د خوړو نړۍوال پروګرام د دوشنبې په ورځ (د کب ۱۳مه) په کابل کې د اروپايي ټولنې د مرستو هرکلی وکړ او ویې ویل، چې په دې مرستو سره به د خوړو نړۍوال پروګرام د هغو کورنیو او زیانمنو افغانانو چې په ځینو سیمو کې مېشت دي د خوړو خوندیتوب ښه کړي.

دغه نړۍوال سازمان زیاته کړې، چې دغه پیسې به په کوچنیو پرمختیايي پروژو لکه د سیلابونو د ساتنې دیوالونو او د اوبو لګولو د کانالونو په جوړولو ولګول شي؛ څو د طبیعي پېښو څخه د افغانانو ژوند وژغورل شي.

د خوړو نړۍوال پروګرام په خپله اعلاميه کې ليکلي، چې په دې مرستې سره به اروپايي ټولنه له شاوخوا څوارلس زره کروندګرو سره د کرنيزو وسايلو په پېرلو او هغوى ته د روزنې په برخه کې مرسته وکړي؛ څو زيانمنې کورنۍ خپلې خوراکي اړتياوې پوره کړي.

خبرځاى زياته کړه، چې د رغنيزو پروژو کار به شپږ مياشتې دوام وکړي، چې په ترڅ کې به يې ټول ګډونوال د خپلو کورنيو د مياشتني خوراکي اړتياو د پوره کولو لپاره خوراکي توکي او نغدې پيسې ترلاسه کوي.

د اروپايي اتحادیې کمېشنر رافایلا ایوډیس وویل: "د بزګرانو ملاتړ کول او د دوی سره د حاصلاتو ډېرولو کې مرسته کولی شي له کورنیو سره مرسته وکړي چې خواړه ومومي او ژوند له لوږې وژغوري."

په افغانستان کې د د خوړو نړۍوال پروګرام مرستیال متینتا چیموکا وویل، چې د اقلیم بحران یو واقعیت دی، چې په ټول افغانستان کې یې خلک اغېزمن کړي دي.

د هغه په ​​وينا؛ په افغانستان کې له هرو لسو کسانو څخه اته يې د کرنې په عايداتو متکي دي؛ خو اقليمي ټکانونه لکه؛ وچکالي، سېلابونه او د ځمکې ښويېدل ډېر اغېز لري.

په افغانستان کې د خوړو نړۍوال مرستیال په خپله اعلامیه کې لیکلي: "موږ د اروپايي اتحادیې څخه مننه کوو، چې د خوړو نړۍوال پروګرام یو ثابت همکار دی او په ټول افغانستان کې د افغانانو د مقاومت د ښه کولو لپاره د اقلیم حساس پروګرامونو ملاتړ کوي."

د دغه سازمان د معلوماتو له مخې؛ په تېرو پنځو کلونو کې اروپايي ټولنې د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو، تغذيې، بېړنيو خوراکي توکو او د پياوړتيا په برخو کې د نړۍوال خوراکي پروګرام له لارې څه باندې ٢٦٠ ميليونه ډالره مرسته کړې ده.