طالبان:‌ هلمند کې مو په ۷ عملیاتو کې یو شمیر کسان او ۲۴ میله بیلابیلې وسلې نیولي دي

د هلمند لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند ملا عزت الله حقاني د شنبې په ورځ ویلي، چې د دوی د ترهګرۍ سره د مبارزې مدیریت په لښکرګاه ښار، ګرشک او نادعلي ولسوالیو کې اووه عملیات ترسره کړي چې په پایله کې یې ځینې کسان او ۲۴ میله بیلابیلې وسلې ترلاسه کړي دي.

د طالبانو دغه ویاند، د عملیاتو پر مهال د نیول شوو کسانو د شمیر یا نومونو په اړه معلومات ندي خپاره کړي.

د نوموړي په وینا، دغه عملیات د لښکرګاه ښار په لومړۍ، دریمه او اوومه امنیتي حوزه کي او همدا راز د ګرشک او نادعلي ولسواليو کي د کشفي معلوماتو په اساس ترسره شوي دی.

د حقاني په وینا، دغه وسلې د یو شمېر کسانو له لوري په کورونو کي ساتل کیدې او یو شمیر کسان هم د دغو عملیاتو پر مهال نیول شوي دي.

د هلمند لپاره د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند وايي، چې نیول شوو کسانو دوسیې جوړې شوي او د طالبانو “شرعي محکمو” ته ورپیژندل شوي دي.

په دغو عملیاتو کې، اووه ميله کلاشینکوفونه، ۶ ميله ايم ۱۶امریکايي وسلې، ۹ ميله تفنګچې، ۱ ميل پيکا، ۱میل درازنوف، ۴۷ شاجوره او ۱۴۰۰ مرمۍ د طالبانو لاس ته ورغلي دي.