بېنېټ: د طالبانو له خوا د افغان ښځو پر وړاندې تبعیض باید په ټولو نړۍوالو محکمو کې تعقیب شي

AP ۱۴۰۲ کب ۱۰

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړې راپور ورکوونکی ریچارډ بېنېټ وايي، چې د طالبانو له خوا د ښځو پر وړاندې د تبعیض قضیې باید نه یوازې د هاګ په محکمه کې، بلکې په نورو هغو محکمو کې هم تعقیب شي چې له بشري حقونو څخه سرغړونې څېړي.

نوموړي نن د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې ویلي، چې له افغانستان سره بشري مرستې د طالبانو د په رسمیت پېژندلو په معنا نه دي.

بېنېټ زیاته کړه، چې دا مهال ۲۵ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري او د مرستو د زیاتوالي اړتیا احساس شوې ده.

هغه زیاته کړه، چې طالبان د عمومي بښنې له حکم څخه سرغړونه کوي او دغې ډلې د پخواني نظام د ملکي او نظامي کارکوونکو نیولو ته دوام ورکړی دی.

هغه زياته کړه، چې طالبانو په دې وروستيو اونيو کې يو شمېر افغانان د بېلابېلو تورونو په تور اعدام کړي او په درو یې وهلي دي.

په ورته وخت کې بېنېټ په افغانستان کې د بشري حقونو له فعالانو مننه وکړه، چې د طالبانو له خوا د ځپلو سره سره د خپلو حقونو لپاره مبارزه کوي.

هغه له طالبانو وغوښتل چې د بشري حقونو د درناوي مساله جدي ونیسي.

د افغانستان د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې له هېوادونو وغوښتل، چې له طالبانو سره د اړیکو عادي کول باید د طالبانو له خوا د بشري حقونو د رعایت پر بنسټ وي.

د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکي د غیر قضایي وژنو، شکنجې، ناوړه چلند او جبري ورکېدو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه.

ښاغلي بینیټ ټینګار وکړ، چې افغانستان مکلف دی چې د بشري حقونو په نړۍوال چوکاټ کې د خپلو بشري حقونو مکلفیتونه مراعات کړي.

بېنېټ په خپل راپور کې په ځینو دیني مدرسو کې د ماشومانو پر وړاندې د جنسي تېري په ګډون د تاوتریخوالي او ناوړه چلند قضیو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې دا ناوړه چلند د دیني مدرسو د ښوونکو له خوا ترسره کیږي.

هغه وویل، چې د طالبانو له خوا د ښځو غیرقانوني نیول "د کابل له لویدیځ څخه پیل شوي چې په عمده توګه د هزاره ګانو سیمه ده او په چټکۍ سره د تاجکانو سیمو ته خپره شوه."

ښاغلي بېنېټ وویل، چې دغه نیول بیا بامیان، بغلان، بلخ، دایکنډي او کندز ته رسېدلي دي.

هغه دا هم وویل، چې د افغانستان په جنوب کې په ځانګړې توګه د ځوانو نجونو د ځان وژنې د زیاتوالي له امله حیران دی.

د ښاغلي بېنېټ په نوي راپور کې راغلي: «ځینې راپورونه ښيي چې د ځان وژنې ۵۰ سلنه پېښې د ځوانو نجونو په منځ کې کېږي."

نور خبرونه

رادیو