د م.م د مرستې رسولو لوړپوړی چارواکی: د غزې یو پر څلورمه برخه خلک له قحطۍ سره مخامخ دي
د ملګرو ملتونو د بشري برخې د همغږۍ مشر رامش راجاسینګهام امنیت شورا ته ویلي، چې لږ تر لږه ۵۷۶ زره کسان یعنې د غزې یو پر څلورمه برخه خلک د قحطۍ سره په کم واټن کې ژوند تېروي.
هغه خبرداری ورکړ، چې که چټک ګامونه وانه خیستل شي؛ نو بیا د غزې له قحطۍ نه تېښته ناشونې ده.
هغه زیاته کړه:« تر هغې چې تاوتریخوالی روان وي او په داسې حال کې چې د غزې سویلي څنډو ته چې د خلکو ګڼه ګوڼه په کې زیاته ده د جګړې د خورېدو ګواښونه په خپل ځای پاتې وي؛ نو موږ به د اوربند لپاره خپله غوښتنه بیا تکرار کړو.»
هغه امنیت شورا ته وویل، چې په غزه کې له دوو کالو څخه د کم عمره ماشومانو په ډله کې د هرو دوو څخه یو یې په خوار ځواکۍ اخته دی.
د ملګرو ملتونو د دغه چارواکي په خبره، د غزې ټول وګړي په ډېر «خواشینوونکي» حالت کې خوړو ته اړ دي.