د روسیې دفاع وزیر: افغانستان د منځنۍ اسیا لپاره تر ټولو ستر ګواښ دی
د روسیې د دفاع وزیر د سې شنبې په ورځ (د کب ۸مه) د دغه هېواد له لوړپوړو پوځي چارواکو سره په کتنه کې افغانستان د منځنۍ اسیا لپاره تر ټولو ستر ګواښ وباله. سرګي شایګو وویل: «په سیمه کې وضعیت لا هم ستونزمن دی؛ تر ټولو لوی ګواښ اوس هم له افغانستان څخه دی.»
ښاغلي شایګو منځنۍ اسیا ته د خطر په بیانولو سره زیاته کړه: «په تېر کال کې د داعش د جنګیالیو شمېر ۱۵ سلنه زیات شوی دی.»
د روسیې د دفاع وزیر وويل، چې د داعش اصلي هدف د ډله يیز امنیت د تړون د غړیو هېوادونو په جنوبي پولو کې د افراطي ایډیالوژۍ او ترهګریزو فعالیتونو خپرول دي.
هغه همدا ډول وویل: « د منځنۍ اسیا د جمهوریتونو له لارې د مخدره توکو په تولید او قاچاق کې د ۲۰ سلنې زیاتوالي اټکل کېږي.»
په ورته وخت کې سرګي شایګو ټینګار وکړ: «موږ د مخنیوي اقدامات کوو.»
د هغه په وينا؛ د سيمې په هېوادونو کې د کړکېچن حالت د هواري لپاره هڅې او د قزاقستان، قرغزستان او تاجکستان په خاوره کې په اوو تمرينونو کې ګډون د ډله ييزو امنيتي تړون د سازمان د غړو هېوادونو د روسيې او د هغې د متحدينو له پوځي پلانونو څخه دي.
د روسیې د امنیت شورا منشي نیکلای پاتروشیف د روان کال د سلواغې میاشتې په بشکیک کې د منځنۍ اسیا له خپلو سیالانو سره په کتنه کې خبرداری ورکړ، چې د طالبانو تر واک لاندې په افغانستان کې له ۲۳ زره څخه د زیاتو جنګیالیو په لرلو ۲۰ ترهګریز سازمانونه موجود دي.