په پولنډ کې د ناټو پوځي ازمايښت پیل شو
د پولنډ د پوځ لوی درستیز اعلان وکړ چې د «ډریگن-۲۴» په نوم د ناټو لوی پوځي ازمایښت د یکشنبې په ورځ (د کب شپږمه) په دغه هیواد کې پیل شول. د ورکړل شویو شمېرو له مخې، په دغه ازمایښت کې له ۳.۵ زرو پوځي تجهیزاتو سره ۲۰ زره پوځیان برخه لري.
د پولنډ د دفاع وزارت ویلي چې په دې ازمايښت کې به دځمکې، هوا او په سمندر کې جګړه ییز مانورونه ترسره شي.
پولنډ ټینګار کړی، چې دغه پوځي ازمايښت د کوم هېواد پر ضد نه، بلکې د روسیې د پاروونکو ګامونو په ګډون د هر ډول یرغليیز سیاست پر وړاندې د مقاومت وړتیا ښيي.
روسي چارواکو مخکې ویلي وو چې په ۲۰۲۴ کال کې د ناټو تمرینونه له روسیې سره د جګړې لپاره د چمتووالي په معنا دی.