د ملګرو ملتونو د امنیت دوره يي شورا مشره: طالبان دې خپل د ښځو ضد سیاستونه ودروي

AP ۱۴۰۲ کب ۷

د امنیت شورا د نننۍ غونډې دوره یي مشره ارولین رودریگز په نننۍ غونډه کې د طالبانو له خوا د جنسیتي تبعیض او د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي په اړه سخت غبرګون وښود.

هغې له طالبانو وغوښتل چې ژر تر ژره دې خپلې ټولې د ښځو ضد تګلارې او فرمانونه لغوه کړي.

نوموړې په افغانستان کې د ښځو د زده کړو، حقونو او د اساسي ازادیو پر حق ټینګار وکړ.

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو غوڼډه د تړلو دروازو تر شا نن دوشنبه پیل شوه. په دغه ناسته کې د ملګرو ملتونو سرمنشي ګډون نه دی کړی او د غونډې مشري په ملګرو ملتونو کې د ګایانا سفیره ارولین رودریگز په غاړه لري.

سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د امنیت شورا په غونډه کې به ګډونوال د یوناما او ځانګړي استازي پر واکونو او کاري جوړښت خبرې وکړي.

د امنیت شورا د غړو لپاره تر ټولو مهمه موضوع د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د کاري دورې ټاکل دي.
سرچینې وايي، چې د امنیت شورا په غونډه کې به د امریکا، برېټانیا، سویس، فرانسې، سویلي کوریا او متحده عربي اماراتو ګډه اعلامیه ولوستل شي.

نور خبرونه

رادیو