طالبان: په عشق اباد کې د لاجورد لارې د ناستې د جوړېدو لپاره ترکمنستان هوکړه کړې

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په عشق اباد کې د «لاجورد لارې» د پراختیا په موخه د یوې ناستې د جوړېدو په اړه د ترکمنستان سره هوګړې ته رسېدلي دي.

د خبرپاڼې له مخې؛ دغه هوکړه د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي او د ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزیر راشد مرادوف ترمنځ په لیدنه کې شوې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د کپ په ۷ مه په خپله خبرپاڼه کې د «لاجورد لارې» د پلان په تړاو د پنځو هېوادونو له استازو سره د طالبانو د راتلونکې ناستې په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.

په ۲۰۱۸ کال کې د پنځو هېوادونو ترمنځ د «لاجورد لار» تړون لاسلیک شو. دغه لار افغانستان د ترکمنستان، اذربایجان او ګرجستان له لارې له ترکیې سره نښلوي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼه زیاتوي، چې امیر خان متقي له رشید مرادوف سره د طالبانو او ترکمنستان د دوه اړخیزو اړیکو، په عشق اباد کې د طالبانو د ډېپلوماتیکو اړیکو د ښه والي او د ټاپي پروژې د عملي کار د پیل په اړه خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر له ترکمنستان څخه وغوښتل، چې د وارداتو د زیاتوالي، هرات ته د برېښنا د برابرولو، د سړکونو د بیارغونې، د اورګاډي پټلۍ د جوړولو، سوداګرو ته د وېزو د ورکړې او د افغان محصلینو لپاره د تحصیلي بورسونو د زیاتولو په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې امیرخان متقي په دې کتنه کې ویلي، چې طالبان د ټاپي پروژې د عملي کار پیل ته بشپړ چمتووالی لري.

د جمهور اژانس د خبر له مخې؛ د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د غوښتنو منلو ته چمتووالی ښودلی دی.

د دې خبرپاڼې له مخې؛ راشد مرادوف ویلي، چې ترکمنستان هڅه کوي په نږدې راتلونکي کې په افغانستان کې د ټاپي پروژې عملي کار پیل کړي.

خبرپاڼه همدا راز؛ د دغه ترکمن چارواکي له قوله وايي، چې د تور غونډۍ د پټلۍ د ظرفیت د لوړولو پلان نهايي شوی او ډېر ژر به پرانېستل شي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د دوشنبې په ورځ (د کب شپږمه) ترکمنستان ته سفر وکړ.

د دې ډلې چارواکو ویلي دي، چې هغه د ترکمنستان د بهرنیو چارو د وزیر په بلنه دغه هېواد ته سفر کړی دی.

تر اوسه کوم هېواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی؛ خو دغه ډله د ترکمنستان په ګډون د سیمې له ځینو هېوادونو سره نږدې اړیکې لري او وخت پر وخت یې لوړپوړي چارواکي دغو هېوادونو ته ځي.