د جګړې د مطالعاتو موسسه: د اوکراین په یوه ښار کې د روسي پوځ مرکژوبله ۴۷ زره کسانو ته رسي
د امریکا د جګړې د مطالعاتو موسسې د راپور له مخې، روسي ځواکونو د اوکراین د دونتسک په شمال کې د اودیوکا ښار د نیولو لپاره درنه بیه پرې کړې ده.
د دغه موسسې د اټکل له مخې روسي ځواکونو په دې جکړه کې په افغانستان کې د شوري ځواکونو څخه ډیر تلفات ورکړي دي.
د دغه څیړنیز سازمان په وینا، روسي ځواکونو د روانې میاشتې په پیل کې دغه ښار نیولی دی.
روسیې په اوکرایین کې د خپلو پوځي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره تر ډیره له ګران بیه "انساني" تاکتیکونو څخه کار اخیستی دی.
د دغه موسسې په وینا، د اودیوکا ښار د نیولو لپاره د روسیې عملیات د تېر کال په اکتوبر میاشت کې پیل شوي وو او د فبرورۍ په لومړیو کې دغه هدف ترلاسه شو.
د دغه راپور له مخې، په دې جګړه کې څه باندې ۴۷ زره روسی پوځیان ته مرګژوبله اوښتې او ګڼ شمېر ټانکونه او جنګی وسایط یې له منځه تللي دي.
د افغانستان په لس کلنه جګړه کې د پخواني شوروي شاوخوا ۲۵ زره سرتېري وژل شوي وو.
د جګړې د مطالعاتو موسسي دا هم ویلي، چې روسیه تل د خپلو ځواکونو تلفات کم ښيي.
د روسیې یو نامتو پوځي بلاګر په دې وروستیو کې ادعا کړې وه چې روسیې د اودیوکا په جګړه کې ۱۶ زره عسکر او ۳۰۰ زغره وال ټانکونه له لاسه ورکړي دي. د دې څرګندونو څو ورځې وروسته، د دغه بلاګر د ځان وژنې په اړه راپورونه خپاره شول.
د جګړې شنونکو او اوکرایني قوماندانانو ویلي، چې روسیې د اودیوکا په جګړه کې له ځمکنیو ځواکونو څخه په پراخه کچه کار اخیستی او دا چې ډیری روسي سرتیري ضعیفه وو او یا یې ناکافي پوځي روزنه درلوده.
د دغه راپور له مخې، روسیې د بخموت ښار د نیولو لپاره هم ورته تکتیکونه کارولی وو، چې په پایله کې یې درنه بیه پرې کړې وه.