د الکسي ناوالني مېرمن او لور له جوبایډن سره وکتل
د الکسي ناوالني مېرمن او لور یولیا او داشا ناوالنایا د پنجشنبې په ورځ د (کب ۳مه) د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره په سانفرانسیسکو کې وکتل. دغه لیدنه شاوخوا یوه اونۍ وروسته د الکسي ناوالني د مرګ تر خبر وروسته ترسره شوه.
د امریکا ولسمشر خبریالانو ته وویل: «ما د الکسي ناوالني د مېرمنې او لور سره د لیدو ویاړ لاره. هغه یو ویاړمن، زړه ور او د نه باور حیرانوونکې څېره وه چې مېرمن او لور یې له هغه څخه الهام اخلي.»
د امریکا ولسمشر تر دې وړاندې په زغرده ویلي و، چې ولادیمیر پوتین د ناوالني په وژلو کې ښکېل دی او د تېرې جمعې په ورځ واشنګټن ویلي و، چې له همدې امله به پر روسیې نوي بندیزونه ولګول شي.
هغه د چهارشنبې پر ورځ ولادیمیر پوتین ته د «لیوني حرموني» خطاب وکړ او په ټاکنو کې یې پر خپل سیال دونالډ ټرمپ هم نیوکه وکړه چې د الکسي ناوالني وژنې ته یې اشاره نه وه کړې.
د امریکا ولسمشر دا رنګه خبریالانو ته وویل:« د ناوالني میراث به په ټوله روسیه کې هغو خلکو ته پاتې کېږي، چې دا مهال د هغه پر غم غمجن دي او د خپلواکۍ ډیموکراسۍ او بشري حقونو له پاره مبارزه کوي.»
سپینې ماڼۍ هم د امریکا د ولسمشر سره د ناوالني د مېرمن او لور د کتلو په اړه خبر پاڼه خپره کړې ده: « ولسمشر د فساد پر ضد د الکسي ناوالني مېړانه او مبارزه وستایله او هغه میراث چې په خپلواکه او ډیموکراټیکې روسیه کې له هغه پاتې کېږي، چې ورسره به قانون د ټولو په اړه یو شان پلې کېږي د قدر او ستاینې وړ خبره ده.»
یولیا نا او النایا د ناوالنی مېرمن او لور د پنجشنبې په ورځ یو ځلې بیا ټینګار وکړ، چې د هغوی په باور د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د هغې خاوند وژلی او له رسنیو یې وغوښتل، چې د حکومت تر تبلیغاتو لاندې دې نه راځي.
مېرمن ناوالنایا د پنجشنبې په ورځ د اېکس په خواله رسنۍ ولیکل، چې د هغې خاوند د روسیې ولسمشر وژلی او له خبریالانو یې غوښتنه وکړه تر هغې یې چې وس رسېږي باید ولیکي، چې «الکسي پوتین وژلی دی.»
هغې د پنجشنبې په ورځ د خپلې لور سره جوړه عکس خپور کړ او ویې لیکل، د خپلې لور سره کلفورنیا ته روانه ده. داشا ناوالني د استفورډ پوهنتون زدهکړیاله ده.
هم مهاله د الکسي ناوالني مور لیودمیلا ناوالنایا د پنجشنبې په ورځ په خپل یوټیوب چېنل کې د خپل زوی ویډیو خپره کړه او ویلي یې و، چې روسیې چارواکو نه یې د زوی مړی وروښود او نه یې جنازه وروسپارله.
د الکسي ناوالني مور وویل، روسي چارواکو د هغې زوی د ښخولو هوډ لاره؛ خو هغې یې مخالفت وکړ.
هغې وویل، د جنازې د سپارلو شرط دا و چې چارواکي باید د جنازې د ښخولو د وخت، ځای او څرنګوالي په اړه پرېکړه وکړي.
لیودمیلا ناوالنایا زیاته کړه:« دوی غواړي د ښار د څنډو په یوې هدیره کې یو نوی قبر راښکاره کړي او را ته ووایي، چې زوی دې دلته ښخ شوی دی.»
د ناوالني د ډلې یوه ویاند ویلي، چې د هغه مور ته داسې یو طبي لیک ښودل شوی چې هغه په طبیعي مرګ مړ شوی دی.
د روسیې فدرالي زندان د جمعې په ورځ د سلواغې په ۲۷مه د ولادیمیر پوتین د سرسخته مخالف الکسي ناوالني د مړینې خبر خپور کړ.
د دغه راپور پر بنسټ، ناوالني چې د خپل اوږده حبس وخت د روسیې په شمالي قطب کې تېراوه، د پلې تګ پر مهال پرکاله شو او په لږ وخت کې یې هوښ هم له لاسه ورکړ.