امریکا او متحدینو یې په یمن کې لس بې پیلوټه الوتکې رانسکورې کړې

د امریکا پوځ د سه شنبې په ورځ وویل، امریکا او متحدینو ځواکونو یې په یمن کې لس بې پیلوټه الوتکې ویشتې او د امریکا دوه سوداګریزې کښتۍ په دغو بریدونو کې څه نا څه زیانمنې شوې دي.

د یمن حوثي اورپکو تر دې یوه ورځ د مخه په دوه امریکايي کښتیو د بریدونو ادعا وکړه.
د متحده ایالاتو مرکزي قوماندنۍ «سېنټکام» په یوه بیان کې وویل، د متحده ایالاتو او اېتلاف الوتکو او جنګي بېړیو" په سره سمندرګي او عدن خلیج کې ډرون الوتکې نسکورې کړې دي.
د فرانسې د دفاع وزارت د سه شنبې په ورځ وویل، چې د دغه هېواد سمندري ځواکونو د شپې په اوږدو کې په سره سمندرګي کې دوه بې پیلوټه الوتکې ویجاړې کړې دي؛ خو دا لا روښانه نه ده چې ایا دوی د سېنټکام شمېرې هم په کې شاملې کړې دي، که څنګه.
سېنټکام ویلي، چې د سه شنبې په ورځ د دوی په لوري توغول شوي د کروز توغندي یې وېشتې دي.
حوثي اورپکو د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې ویلي وو، چې دوی د عدن په خلیج کې دوه امریکايي کښتۍ په نښه کړې دي.
حوثي اورپکو د نومبر په میاشت کې په سره سمندرګي کې پر کښتیو هغه مهال بریدونه پیل کړل، چې په وینا یې دوی په غزه کې د فلسطینیانو د ملاتړ لپاره د اسراییل سره تړلې کښتۍ په نښه کوي.
په غزه کې د اسراییل او حماس ترمنځ جګړه د اکټوبر په اومه پیل شوه.