په جرمني کې هغه کس په لس کاله بند محکوم شو، چې پر کډوالو مېرمنو یې تېری کړی و
د جرمني په نورنبرګ ښار کې یوې محکمې د کډوالو په پنډغالي کې هغه امنیتي ساتونکی په لس کاله بند محکوم کړ، چې کډوالې مېرمنې یې ځورولې او پر هغوی یې جنسي تېری کړی و.
پر هغه تور و چې د ۲۰۱۸ او ۲۰۲۲ کلونو په منځ کې یې لږ تر لږه ۶۷ ځلې پر مېرمنو چې دوه یې ایرانۍ وې تېری کړی او هغوی یې ځورولې دي.
د راپورونو له مخې په دغه کمپ کې مجردې پېغلې او مېرمنې د خپلو بچیانو سره اوسېدلې.
تېری کوونکی کس ۵۴ کلن او د دوه زامنو پلار دی، چې پخوا له عراقه جرمني ته د کډوال په توګه ورغلی و.
د نوموړي دوسیه تر ټولو نورو ستره او لانجمنه دوسیه ده، چې د جرمني د کډوالو په کمپ کې ثبت شوې ده.
دغه امنیتي ساتونکي مېرمنې اړ اېستلې، چې د هغه غوښتنو ته غاړه کېږدي او د محکمې په خبره د هغه دغه کړنې یو اړخیزه او په جبري توګه ترسره کېدلې.
هغه دغه مېرمنې ګواښلې، چې که یې غوښتنې و نه مني د هغه لهخوا په جوړو شویو شکایتونو سره به دوی خپل ماشومان له لاسه ورکړي.
ویل کېږي، چې د دغه جنسي تېري قرباني شوې مېرمنې د پنډغالي چارواکو ته شکایت کړی و؛ خو دغه خبره هغه مهال بربنډه شوه چې نوموړي په خپله له مېرمنو څخه پولیسو ته شکایت وکړ.
پولیسو د دغه شکایت د ارزولو پر مهال وموندله، چې هغه په خپله پړ او متجاوز دی.