د ناوالني کونډه یولیا ژمنه کوي چې د آزادې روسیې لپاره به د هغه مبارزې ته دوام ورکړي
یولیا نوالنایا د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د خپل میړه، الیکسي ناوالني په وژلو تورن کړی، او ژمنه یې کړې چې د "آزاد روسیې" لپاره د اپوزیسیون د وروستي مشر مبارزې ته دوام ورکوي.
اغلې یولیا د دوشنبې په ورځ په یوه نهه دقهای ویډیو کې ویلي: "درې ورځې دمخه ولادیمیر پوتین زما میړه الیکسي ناوالني وواژه."
هغې په داسې حال کې چې په سختۍ سره د خپلو اوښکو مخنیوی کاوه، وویل:"د الیکسي په وژلو سره، پوتین زما نیم زړه او نیمه روح ووژله.… خو زه لاهم نیمایي نوره پاتې یم، او زما دغه نیمه ژوندۍ برخه راته وايي، چې زه د تسلیمیدو حق نه لرم. زه به د الیکسي ناوالني کار ته او د خپل هیواد لپاره د هغې مبارزې ته دوام ورکړم."
اغلې ناوالنیا وویل: "زه غواړم په یوه ازاده روسیه کې ژوند وکړم. زه غواړم یوه ازاده روسیه جوړه کړم."
هغې زیاته کړه: "زه له تاسو غواړم چې زما تر څنګ ودریږئ. زه له تاسو غواړم چې خپله غوسه له ما سره شریکه کړئ. خپل قهر، غوسه او کرکه د هغو کسانو په وړاندې چې زموږ د راتلونکي د وژلو جرات یې کړي."
۴۷ کلن ناوالني د جمعې په ورځ د مسکو په شمال ختیځ کې د خرپ په ښار کې په IK-3 په نوم د امنیت په زندان کې مړ شو، چیرې چې هغه د افراطیت په تور په ۱۹ کلونو بند محکوم شوی و.
د اپوزیسیون د دغه مشر د مړینې لامل لا هم نه دی معلوم شوی. مسکو وايي، چې ناوالني د قدم وهلو وروسته په ناڅاپي توګه په ځمکه راولوید او د هغه د لپاره د ډاکټرانو هڅې ناکامې شوې.
د هغه له مړینې درې ورځې وروسته، د ناوالني کورنۍ ته لاهم اجازه نه ده ورکړل شوې چې د هغه جسد وګوري.
د زندان چارواکو د شنبې په ورځ د ناوالني مور ته ویلي و، چې د زوی مړی یې زندان ته څېرمه په سالخارد ښار کې د مړو په سړه خونه کې دی، خو د دغې کورنۍ یو ویاند ویلي چې مړی په هغه ځای کې نه و.
د دوشنبې په ورځ، روسي چارواکو د ناوالني مور او وکیلانو ته خبر ورکړی چې د هغه د مړینې په اړه تحقیقات تر نامعلومې مودې پورې غځیدلي، او زیاته کړې یې ده چې د مړینې لامل لاهم "نامعلوم" دی.
اغلې ناوالنیا پر روسي چارواکو تور لګولی چې د ناوالني جسد یې پټ کړی اود هغه له بدنه د زهرو د نښو نښانو ورکیدو ته انتظار باسي.