د يمن حوثي جنګیالي: ښايي د عدن په خليج کې ویشتل شوې بیړۍ ډوبه شي
د یمن حوثي وسله والو د دوشنبې په ورځ ویلي، چې د عدن په خلیج کې یې د روبیمار پر کارګو بېړۍ برید کړی او دغه بېړۍ د ډوبېدو له خطر سره مخامخ ده.
دغه برید د غزې د جګې له امله د فلسطینیانو سره د پیوستون د ښودلو دوام او د نړۍوالې سوداګرۍ د ګډوډولو لپاره د حوثي وسله والو د بریدونو پراخوالی ښيي.
ایران پلوه حوثي یاغیانو د نومبر له میاشتې راهیسې په سور سمندرګي او باب المندب تنګي کې په سوداګریزو بیړیو پرله پسې د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو بریدونه کړي دي. امریکايي او برتانوي ځواکونو د دغو بریدونو په غبرګون کې د حوثي یاغیانو پر مرکزونو څو ځلکې هوايي بریدونه ترسره کړي خو بیا هم د دغو بریدونو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.
د حوثي یاغیانو ویاند یحیی ساریه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د روبیمار بیړۍ عمله خوندي ده خو دغه بیړۍ سخته زیانمنه شوې او د ډوبیدو له خطر سره مخامخ ده.
ساریه زیاته کړه، چې حوثیانو د یمن په حدیده بندر کې د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه هم رانسکوره کړې ده.
د متحده ایالاتو مرکزي قوماندانۍتایید کړې چې دوه د کښتۍ ضد بالستیک توغندي د یمن له حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو څخه توغول شوي او د فبرورۍ په ۱۸ مهیې روبیمار بیړۍ په نښه کړې ده.