د بښنې نړۍوال سازمان: د معافیت فرهنګ چې د طالبانو سرغړونې یې ممکنې کړي باید له منځه لاړ شي

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۲۹

په قطر کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونوله خوا د رابلل شوې غونډې په درشل کې د بښنې نړۍوال سازمان مشر د افغانانو او په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب لپاره د اقداماتو د ترسره کولو غوښتنه کړې ده.

دیپروسا موچینا ویلي: "د دوحې غونډه د ټولو افغانانو او په تېره بیا د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب لپاره د یوه متحد او ګډ اقدام د ترسره کولو یو مهم فرصت دی. د معافیت فرهنګ چې د طالبانو روانې بشري سرغړونې یې ممکنې کړي باید په سمدستي توګه پای ته ورسیږي."

دغه دوه ورځنۍ غونډه په نېږدې یو کال کې په قطر کې د افغانستان په اړه دویمه جوړېدونکې ناسته ده، سره له دې چې لومړنۍ ناستې ته طالبان نه وو وربلل شوي؛ خو د دې ناستې اجڼډا تر ډېره د طالبانو په مشرۍ د افغانستان له اوسنۍ ادارې سره پر نړۍوالو اړیکو راټوله ده.

د بښنې نړۍوال سازمان مشر وايي: "طالبانو د افغانستان د حاکمانو په توګه، د نړۍوالو قوانینو په اړه د دغه هېواد مکلفیتونه له پامه غورځولي او په هېواد کې يې د بيان ازادي، د سوله ییزو غونډو حق او عدالت ته لاسرسی سخت محدود کړی دی."

هغه د ښځو او نجونو په وړاندې د طالبانو زیاتېدونکي توپیري چلند غندلي او اندېښنه یې ښودلې، چې طالبان غواړي چې د مېرمنو او نجونو حضور په عام ژوند کې له منځه یوسي.

هغه زیاته کړې:"د ښځو او نجونو د حقونو په اړه د طالبانو توپیریز محدودیتونه، چې ښکاره موخه یې په عام ژوند کې د ښځو د حضور ختمول دي، په وروستیو میاشتو کې ډېر شوي دي."

ښاغلي موچينا زیاته کړې: "نړۍواله ټولنه په افغانستان کې د بشري حقونو وضعيت ته په کتو نه شي کولی، چې د معمول په توګه افغانستان سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړي."

نوموړی وايي: "په دوحه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي، د ملګرو ملتونو لوړ پوړي چارواکي او ټول ځانګړي استازي چې په دې ناسته کې له سیمې او نورو هېوادونو څخه ګډون کوي باید ټینګار وکړي، چې طالبان سمدستي ټول هغه بندیزونه لرې کړي، چې د ښځو او نجونو حقونه محدودوي او ټول هغه کسان خوشې کړي چې دوی په خپل سر نیولي او بندي کړي یې دي."

د بښنې نړۍوال سازمان د نهو نورو سازمانونو په ګډون، د فېبرورۍ په اوومه نېټه د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش ته یو لیک استولی و او له هغه څخه یې غوښتي وو، چې د دوحې په غونډه کې د ښځو د بشري حقونو د مدافعانو په ګډون د افغان مدني ټولنې فعال ګډون یقیني کړي. په ټولو بحثونو کې د ښځو د حقونو پر مرکزي موضوع تمرکز وکړئ.

د طالبانو ډلې د واک د تر لاسه کولو راهیسې د مېرمنو د حقونو په اړه د خپلو کړو ژمنو خلاف، په ښځو او نجونو باندې محدودیتونه لګولي دي.

طالبانو ښځې او نجونې د کار کولو له حقه محرومې کړي او له شپږم ټولګي پورته یې زده کړو ته نه پرېږدي، دغې چارې د نړۍوالې ټولنې او د بشري حقونو د سازمانونو تر منځ لویې اندېښنې راپورته کړي دي.

نور خبرونه

رادیو