ملګري ملتونه ښايي د سې شنبې په ورځ په غزه کې اوربند ته رایه ورکړي او امریکا د ویټو تکل کړی
ډېپلوماټانو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ښايي د سې شنبې په ورځ د الجزایر په ابتکار د دغې شورا د ۱۵ غړو له خوا د اسراییل او حماس په جګړه کې د سمدستي بشري اوربند غوښتنه وکړي، امریکا داسې نښې نښانې ښودلي چې دغه غوښتنه به ویټو کړي.
الجزایر دوه اونۍ وړاندې د اوربند په اړه د پرېکړه لیک لومړنۍ مسوده وړاندې کړې ده؛ خو په ملګرو ملتونو کې د متحده ایالاتو سفیرې لینډا توماس ګرین فیلډ په چټکۍ سره ویلي، چې دغه مسوده کولی شي چې "حساس مذاکرات" له خطر سره مخامخ کړي، چې موخه یې په روانه جګړه کې یوه وقفه ده.
ډېپلوماټانو ویلي، چې الجزایر د شنبې په ورځ غوښتنه کړې چې دغه شورا د سې شنبې په ورځ د اوربند مسودې ته رایه ورکړي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک د تصویب لپاره لږ تر لږه نهه رایو ته اړتیا لري؛ خو په دې شرط چې دغه مسوده د متحده ایالاتو، برېتانیا، فرانسې، چین او روسیې له خوا ویټو نه شي.
اغلې ټوماس ګرین فیلډ د شنبې په ورځ ویلي: "متحده ایالات د دې مسودې په اړه د اقدام ملاتړ نه کوي. که چیرې دا مسوده رایه ګېرۍ ته وړاندې شي؛ نو تصویب به شي."
واشنګټن په دودیز ډول خپل متحد اسراییل د ملګرو ملتونو له اقداماتو ساتي او د اکتوبر له ۷مې راهیسې یې دوه ځله په امنیت شورا کې په غزه کې د اوربند مسوده ویټو کړې ده؛ خو دوه ځلې یې هم ممتنع رایه ورکړې او دغه شورا ته یې اجازه ورکړې چې داسې مسودې تصویب کړي، چې موخه یې غزې ته د بشري مرستو ډېرول او د د جګړې پر مهال د بشري وقفو اوږدول دي.
په همدې حال کې د امریکا، مصر، اسراییل او قطر ترمنځ د جګړې د درولو او د حماس له خوا د برمته شویو کسانو د خوشې کولو خبرې روانې دي.
د غزې جګړه تېر کال د اکټوبر په ۷مه هغه مهال پیل شوه؛ کله چې د حماس وسله والو چې د غزې چارې په لاس کې لري، پر اسراییل برید وکړ او د اسراییل د شمېرو له مخې ۱۲۰۰ کسان ووږل او ۲۵۳ نور یې یرغمل کړل.
د دغه برید د غچ اخیستلو په موخه اسراییل د غزې په تړانګه کې پراخ پوځي عملیات پیل کړل چې د غزې د روغتیايي چارواکو په وینا؛ تر اوسیه یې تر ۲۸ زرو ډېر فلسطینیان وژلي او د زرګونو نورو جسدونه د نړېدلو ودانیو لاندې پاتې دي.
په غزه کې د اوربند په اړه د امنیت شورا احتمالي رایه اچونه په داسې حال کې کیږي، چې اسراییل د غزې په سویل کې د رفح پر ښار د برید پلان لري، چیرې چې له ۱ میلیون څخه ډېرو فلسطینیانو له روانې جګړې پناه وړې.
نړۍوال په دې اندېښمن دي چې پر دغه ښار برید به په غزه کې روان بشري بحران لا پسې ژور کړي.