ریچارډ بېنېټ د افغانستان په تړاو د مونیخ د کنفرانس د اعلامیې هر کلی وکړ

AP ۱۴۰۲ سلواغه ۲۹

په افغانستان کې د بشري وضعیت د ارزونې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ د مونیخ په کنفرانس کې د افغانو مېرمنو او روان بشري وضعیت په تړاو د ګډون کوونکو هېوادونو له اعلامیې هر کلی کړی دی.

نوموړي نن یکشنبه پر خپلې ټویټر پاڼې ليکلي، چې نړۍواله ټولنه باید په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر بشري حقونو تمرکز ته دوام ورکړي.

بېنېټ زیاته کړې ده، چې باید د نړۍوالو قوانینو څخه د سرغړونو د پای ته رسولو لپاره د قانوني وسایلو په کارولو سره نړۍواله ټوله خپلې هڅې پیاوړې کړي.

د مونیخ په امنیتي غونډه کې د ۱۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ګډه خبرپاڼه خپره کړه او ویې ویل چې طالبانو له ټولنې او سیاسي پرېکړو څخه د ښځو په ایستلو سره د افغانستان راتلونکی له ګواښ سره مخامخ کړی.

دوی په سیستماتیک ډول د جنسیتي ځورونې په اړه د اندېښنې په څرګندولو سره وویل چې دا مساله د انسانیت پروړاندې د جرم یوه بیلګه کیدای شي.

د البانیا، اندورا، بلجیم، بلغاریا، کاناډا، فرانسې، جرمني، کوسوو، لیخټین شټاین، منګولیا، هالنډ او رومانیا د بهرنیو چارو وزیرانو د مونیخ د امنیتي غونډې په دویمه ورځ دغه خبرپاڼه خپره کړه.

دوی د طالبانو له خوا د ښځو څنډې ته کولو او د جنسیت پر بنسټ سیستماتیکه ځورونه وغندله او ویې ویل چې طالبان په نړۍ کې د بشري حقونو د «تر ټولو ناوړه او تر ټولو ډارونکي» وضعیت مسوول دي.

دوی د افغان ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو پر خوندیتوب ټینګار وکړ او له طالبانو یې وغوښتل چې نور دې په سیستماتیک ډول جنسیتي ځورونې پای ته ورسوي. دوی وویل چې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو د نیولو وروستۍ څپه د ښځو له حقونو څخه په سیستماتیک ډول سرغړونه ده.

د دوولسو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د طالبانو له بند څخه د ښځو او نجونو د ژر تر ژره خوشې کېدو غوښتنه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې دوی د افغان ښځو او نجونو د بنسټیزو حقونو په برخه کې ماتېدونکې ژمنې لري.

بل خوا د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد مونیخ کې د ۱۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ګډې خبرپاڼې ته چې پکې راغلي وو، «طالبانو د افغانستان راتلونکی له ګواښ سره مخ کړی» غبرګون ښودلی او وايي په مونیخ کې وړاندې شوې اندېښنې «بې ځایه» دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د یکشنبې په ورځ د (سلواغي ۲۹مه) په اېکس پاڼه په مونیخ د ۱۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له لوري د ګډې اعلاميې خپرولو ته توند غبرګون ښودلی او لیکلی یې دي، «په مونیخ کې د افغانستان په اړه وړاندې شوې اندېښنې بې ځایه دي.»

نور خبرونه

رادیو