د انتقالي عدالت د همغږۍ ډله: د دوحې غونډه دې د جګړې د قربانیانو فعاله ګډون تضمین کړي

د انتقالي عدالت د همغږۍ ډله د افغانستان په اړه د دوحې د ناستې له ګډونوالو غواړي؛ تر څو د جګړو د قربانیانو د فعاله ګډون ضمانت وکړي.

دغې ادارې په یوه اعلامیه کې د غونډې پر نه هر اړخیزوالې نیوکه وکړه او ټینګار کوي، چې د جګړې قربانیان باید په هر بهیر کې حضور ولري.
د بشري حقونو دغه بنسټ په خپله اعلامیه کې غوښتي، چې د عدالت لپاره دې قربانیانو د استازو تمه دې تضمین شي.
په دې اعلامیه کې د انتقالي عدالت د همغږۍ ډلې د افغانستان د اوسني او راتلونکي په اړه په ټولو بحثونو او بهیرونو کې د قربانیانو پر وړاندې د مبارزې پر اهمیت ټینګار کړی دی.
د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: "دا ډاډ باید تر لاسه شي، چې نه یوازې د قربانیانو غږ اوریدل کیږي، بلکې د خبرو اترو او پرېکړو په برخو کې هم مرکزي رول ورکول کیږي، چې د ریښتینې ټول ګډونه او عادلانه حل لپاره لاره هواره کړي."
دغې ډلې دا هم لیکلي، چې له حقایقو او عدالت غوښتنې پرته پخلاینه ناشونې ده.
د انتقالي عدالت د همغږۍ ډلې په دې اعلاميه کې ليکلي، چې په ۲۰۰۱ کال کې د بن په کنفرانس کې عدالت د سياسي هوکړې قرباني و او دغه نظر د تاوتريخوالي د له منځه وړلو او د تلپاتې سولې فرصت ګډوډ کړ.
د دې ډلې په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې د دوحې په ناسته کې باید ښکېلې خواوې داسې چوکاټ ته ژمن وي، چې د جګړې قربانیان د سولې او ملت جوړونې د هڅو په مرکز کې ځای پر ځای کړي.
دې ډلې لیکلي، چې افغانستان یوازې عدالت ته پر ژمنیتا کولی شي هیله من وي، چې د ښکیلتیاو له سیوري وتلی شي.
د دوحې غونډه د ۲۷ هېوادونو د استازو په حضور او د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربه توب د افغانستان په اړه د طالبانو د استازو له شتون پرته ترسره شوې ده.