رویټرز: د اسراییل د بریدونو له امله د لبنان په سویل کې نهه کسه وژل شوي دي
روغتونونو او امنیتي سرچینو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د چهارشنبې د ورځې د اسراییلي پوځ په بریدونو کې د لبنان په سویلي څنډو کې لږ تر لږه نهه تنه ولسي خلک وژل شوي دي.
د دغو سرچېنو په وینا، په وژل شویو کې دوه مېرمنې او پنځه تنه ماشومان هم شامل دي.
د اسراییل پوځ دغه برید د هغه توغنديز برید په ځواب کې کړی، چې د لبنان د حزب الله ډلې لهخوا توغول شوی او په پایله کې یې د دوی یو امنیتي کس وژل شوی و.
اسراییل او حزبالله د حماس له بریده وروسته څو ځلې په پوله کې یو پر بل بریدونه کړي او یو بل ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د راپورونو له مخې، د اسراییل د چهارشنبې ورځې په برید کې د لبنان د حزب الله څلور تنه وسلهوال هم وژل شوي دي.
د حزب الله چارواکو ویلي، چې د اسراییل بریدونه به بې ځوابه پاتې نه شي.