د امریکا په میزوري ایالت کې د فوټبال لیګ د بري پر مراسمو ډزو یو تن وژلی او ۲۱ نور ټپیان دي

د امریکا د میزوري ایالت په کنساس ښار کې د (سوپر بول) د بري په پرېډ ډزې شوي چې لږ تر لږه یو کس یې وژلی او ۲۱ نور یې ټپیان کړي دي. پوليس وايي، د دې پېښې په تړاو يې درې تنه نيولي، خو تر اوسه پورې د دې پېښې لامل نه دى څرګند.

د پولیسو په وینا په ټپیانو کې د ۱۵ تنو ټپونه ژور دي.
د امريکا د فوټبال ملي ليګ په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د دې ټورنمنټ ټول لوبغاړي، روزونکي او تخنيکي کارکوونکي روغ دي.