د امریکا د استازو جرګه د هغه هېواد د کورني امنیت وزیر استیضاحیه غونډې ته رابولي
د امریکا د استازو جرګې د جمهوري غوښتونکو له هغې طرحې ننګه کړې، چې له مخې یې د کورني امنیت وزیر استیضاح کېږي. د امریکا د استازو جرګې د ۲۱۴ موافقو او ۲۱۳ مخالفو رایو سره د کورني امنیت وزیر د استیضاح په اړه هوکړه وکړه.
د دغې استیضاح لامل د ناقانونه کډوالو ډېرښت ښودل شوی.
دا په وروستیو ۱۵۰ کلونو کې لومړی ځل دی، چې د امریکا د کابینې یو وزیر استیضاح کېږي.
د کورني امنیت د وزیر الخاندرو مایورکاس د استیضاح طرحه تېره اونۍ هم یاده شوې وه؛ خو هغه مهال یې چا په اړه رایې ورنکړې.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د استازو جرګې دغه ګام «یو ناقانونه ګوندي» ګام بللی او له جمهوري غوښتونکو یې غوښتي، چې د «سیاسي کړنو» پر ځای دې داسې قوانین تصویب کړي چې د پولو د خوندیتوب له پاره زیاتې سرچېنې برابرولای شي.