متقي: که د دوحې په ناسته کې مو شرایط په پام کې نه نیول کېږي، په ناسته کې نه ګډون غوره دی
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر وایي؛ که د طالبانو او د ملګرو ملتونو تر منځ په لوړه کچه د ټولو مسایلو په تړاو د معناداره سلا مشورو فرصت برابر شي؛ نو دا ناسته د افغانستان لپاره ښه فرصت دی.
امیر خان متقي نن په کابل کې د روسیې فډراسیون له سفیر ډیمیټري ژیرنوف سره په کتنه کې وویل؛ که د دوی شرایط په پام کې و نه نیول شي؛ نو په دې ناسته کې نه ګډون غوره ګڼي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء احمد تکل په خپل اېکس کې د امیر خان متقي له قوله لیکلي، چې د دوحې ناستې د شرایطو د پوهېدو په موخه د غونډې له ټولو ګډونوالو سره په خبرو اترو بوخت دي.
متقي وایي: "موږ د ملګرو ملتونو اړوندو ارګانونو سره له نږدې په تماس کې یو او د دوحې په ناسته کې د خپل پلاوي د احتمالي ګډون د شرایطو په اړه مو خپل نظر شریک کړی دی."
په کابل کې د روسیې سفیر له امیر خان متقي سره د دوحې ناستې سربېره د افغانستان او روسیې پر دوه اړخیزو اړیکو هم خبرې وکړې.
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر سلاکار ذاکر جلالي بیا ویلي، چې دا ډله د دوحې په ناسته کې د خپلو استازو د ګډون په اړه د ملګرو ملتونو له چارواکو او لویدیځو ګوندونو سره خبرې کوي.
د نوموړي په خبره؛ طالبان د فرصتونو په لټه کې دي چې په نړۍوالو غونډو کې "مسوول استازیتوب" ولري.
د دوحې غونډه به چې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په کوربهتوب جوړه شي او تمه ده چې په دې غونډه کې د نړۍ د شلو هېوادونو استازي پکې ګډون وکړي.
د یادولو ده، چې تر اوسه د ښځو او د طالبانو د مخالفانو د حضور په اړه کره معلومات نه شته.