د اټومي انرژۍ د نړۍوالې ادارې مشر: ایران د خپل اټومي پروګرام په اړه رښتنی نه دی

د اټومي انرژۍ د نړۍوالې ادارې عمومي مشر رافایل ګروسي د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې د پخواني مشر علي اکبر صالحي د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې وویل، چې ایران د اټوم بم د جوړولو لپاره اړینې برخې لري او ویلي یې دي، چې ایران له خپل اټومي پروګرام په برخه کې رښتنی نه دی.

هغه د سې شنبې په ورځ په دوبۍ کې د حکومتونو د مشرانو په نړۍواله غونډه کې وویل، چې په دې وروستیو کې په ایران کې د اټومي وسلو په اړه خبرې کول خورا اسانه دي او په دې وروستیو کې یوه لوړ پوړي چارواکي اعلان وکړ، چې ایران د اټومي وسلو ټولې برخې لري او دوی یوازې د یو بل سره نه دي نښول شوي.

گروسي د علي اکبر صالحي د نوم له اخیستو پرته وویل: «بیا ماته خبر راکړئ چې تاسو څه لرئ. ځکه چې ستاسو هېواد د ان پي ټي (د اټومي وسلو د نه خپرېدو تړون) غړی دی او تاسو نه شي کولی د خپلې پرېکړې پر اساس اټومي وسلې ولرئ.»

د ایران د اټومي انرژۍ د ادارې پخواني مشر علي اکبر صالحي د یکشنبې په ورځ (د سلواغې په ۲۲مه) نېټه په یوه ټلویزیوني مرکه کښې وويل، چې ایران د اټومي بم د جوړولو توان لري.

هغه د دې خبرو په زياتېدو چې ایران د اټومي ساينس او ټېکنالوژۍ ټول حدونه لري وويل: « د يوه موټر جوړول څه ته اړتيا لري؟ شاسي، انجن، ګېربکس او نور، دا هر يو د يو خاص هدف لپاره جوړ شوي دي.»

ای بي سي نيوز په دې اړه په یوه راپور کې لیکلي، چې ایران د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټومي موافقې له لغوه کېدو وروسته د یورانیمو غني کول د وسلو کچې له نږدې تعقيب کړي او د وسلو د جوړولو لپاره یې کافي مواد ذخیره کړي دي.

د امریکا استخباراتي ادارې او نور هېوادونه په دې باور دي، چې ایران تر اوسه د خپلو وسلو پروګرام نه دی پیل کړی؛ خو د اسراییل په څېر د اوږدې مودې راهیسې د اټومي وسلو په تر لاسه کولو شک پرې کیږي.

د ګروسي په وینا؛ ایران د اټومي انرژۍ له ادارې سره د ځواب نه ویلو او نه همکارۍ ته دوام ورکوي او د خپلو اټومي فعالیتونو په اړه بشپړ شفافیت ورکولو ته چمتو نه دی، چې د هغه په ​​​​وینا دا هغه څه دي چې په دې برخه کې خطرونه زیاتوي.

له ۲۰۲۲ کال راهیسې د صالحي په ګډون د ایران چارواکو په ښکاره د ایران د اټومي وسلو د تولید په اړه خبرې کړې دي.

د ۱۴۰۱ کال د چنګاښ په مياشت کې د ایران د بهرنیو ستراتيژیکو اړیکو مشر او د علي خامنه يي سلاکار کمال خرازي له الجزیرې ټلويزيون سره په مرکه کې وویل، چې ایران د اټومي بم د جوړولو تخنیکي وړتیا لري؛ خو د جوړولو اراده نه لري.

له هغه مخکې د ایران د اتومي انرژۍ د ادارې مشر محمد اسلامي هم له همدې شبکې سره په مرکه کې د بمونو د غني کولو او جوړېدو احتمال رد نه کړ او ویې ویل، چې د یورانیمو د غني کولو تصمیم نيول ۹۰سلنه د ایران د اړوندو چارواکو په نظر پورې اړه لري.

د روان کال د وږي مياشتې په نیمایي کې ګروسي د واليانو د شورا غړو ته په یوه راپور کې اعلان وکړ، چې ایران د یورانیمو د غني کولو بهیر ۶۰ سلنه ورو کړی دی؛ خو بیا هم د غني شوي یورانیمو زېرمې د ۲۰۱۵ کال په تړون کې د ټاکل شوي حد څخه ۱۸ چنده زیاتې دي.

د JCPOA موافقتنامې او د ۲۲۳۱ پرېکړه لیک له مخې؛ ایران ته یوازې د ۶۷.۳ سلنه په کچه د بډایه کولو اجازه ورکړل شوې وه او د هغې زېرمې باید تر ۲۰۲ کیلو ګرامو پورې پاتې شي؛ مګر د دې ادارې د راپورونو له مخې ایران له خپلو ژمنو سرغړونه کړې.

همداشان ایران نه شي کولی تر راتلونکو پنځلسو کلونو پورې له خپل لومړي نسل سانټرفیوژونو څخه زیات تجهیزات وکاروي؛ خو د دې ادارې د راپور له مخې ایران لا له وړاندې خپل زرونه پرمختللي سانټرفیوژونه کاروي.

د ارک د درنو اوبو راکتور کارول او د اټومي تاسيساتو فعاليتونو ته دوام ورکول د JCPOA د موافقې پر بنسټ باید بدلون ومومي د ایران د ژمنو يوه بله سرغړونه ده.

د روان کال د وږي په ۲۰ نېټه او د اټومي انرژۍ د نړۍوالې ادارې د غړو د درې مياشتنۍ غونډې په لومړۍ ورځ، گروسي يادونه وکړه، چې ايران بايد په ورامين او تورقوز اباد کې د موندل شويو يورانيمو د ذراتو په اړه د باور وړ تخنيکي توضيحات وړاندې کړي او له منځه يوسي.

د اټومي انرژۍ د نړۍوالې ادارې مشر دې ته په اشارې سره چې د تهران له پرېکړې دوه نيم کاله تېر شوي، چې د اضافي پروتوکول د بندولو په حال کې دي وويل، چې یوازې د پاتې خوندیتوب مسالو حل کولو وروسته به اداره په دې موقف کې وي، چې د ایران اټومي پروګرام "سوله ییز" وبولي.

په ۲۰۱۵ کال کې د نړۍ سترو قدرتونو له ایران سره یو تړون لاسلیک کړ، چې له مخې به یې تهران خپل اټومي پروګرام محدودوي او په بدل کې به یې پر تهران اقتصادي بندیزونو لرې کوي.

په ۲۰۱۸ کال کې د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال امریکا په یو اړخیزه توګه له JCPOA تړون څخه ووتله او پر هغه یې بندیزونه بیا ولګول او له بلې خوا تهران د موافقې له شرایطو څخه په سرغړونې سره خپل اټومي پروګرام زیات کړ.

تر اوسه ایران خپل فعالیتونه سوله ییز بللي او د اټومي وسلو د جوړولو په باره کې یې هر ډول اقدام رد کړی دی.