څېړنه: په افغانستان کې له ۸۸ سلنه ډېرې ښځې د پولیسو او محاکمو خدمتونو ته لاسرسی نه لري
د افغانستان، پاکستان او هند د ښځو د حقونو شبکې راپور له مخې؛ په سلو کې ۸۸،۴ افغان ښځې د پولیسو او محاکمو خدمتونو ته لاسرسی نه لري. دغه ارقام د افغان ښځو د وضعیت او په پاکستان او هند کې د کډوالو ښځو پر ژوند د طالبانو د حکومت د اغېزو په اړه د دغې شبکې په درېیو راپورونو کې راغلي.
دا څېړنه له ۲۰۲۱ څخه تر ۲۰۲۳ کال پورې په افغانستان، پاکستان او هند کې له سلګونو ښځو سره د مخامخ خبرو، انلاین مرکو او د پوښتنلیکونو د وېش پر بنسټ ترسره شوې ده.
دا څېړنه د افغانستان په ۱۱ ولایتونو کې له ۵۰۰ مېرمنو سره په بلخ، بامیان، هرات، جوزجان، کابل، کندز، لغمان، ننګرهار، نیمروز او پکتیا کې مخامخ مرکې او په پنجشیر کې د انلاین مرکې ترسره شوې.
د دې څېړنې له مخې؛ په افغانستان کې ۸۶ سلنه ښځې رواني ستونزې لري.
د دغې شبکې په راپور کې ویل شوي، چې په دغه هېواد کې له مرکه شویو مېرمنو څخه ۷۷ سلنه یې د کورني تاوتریخوالي، د ټولنې او د طالبانو له واکمنۍ له امله ۹۱ سلنه ښځې له جنسي تبعیض سره مخ شوي دي.
په راپور کې راغلي، چې ۷۶ سلنه ښځې د قومي، ژبني او مذهبي عقایدو له امله له تاوتریخوالي سره مخ شوي دي.
په دې راپور کې په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو د حکمونو یادونه شوې او له ملګرو ملتونو غوښتل شوي، چې طالبان په رسمیت ونه پېژني.
دویم راپور چې له ښځو سره له ۱۶ مرکو او ۲۴۰ پوښتنلیکونو او له کارپوهانو سره له ۲۱ مرکو وروسته په پاکستان کې د افغان مېرمنو د وضعیت په اړه خپور شوی دی.
د دې څېړنې پر بنسټ؛ د ۲۰۲۳ کال له جنورۍ څخه تر سپټمبر پورې د ښځو د بیا مېشتېدو ۵۳ سلنه غوښتنې څېړل کېږي او ۳۲ سلنه یې رد شوې دي.
د ښځو د حقونو د شبکې (WRN) درېیم راپور د ۲۵ او ۳۴ کلونو ترمنځ د افغان کډوالو د تجربو پر بنسټ لیکل شوی.
په راپور کې راغلي، چې په هند کې د کډوالو له څلورمې برخې څخه زیاتې ځوانې او یوازینۍ افغانې میرمنې دي او ډېری یې د فني زده کړو سندونه هم لري.
مرکه کوونکو په افغانستان کې د ښځو د وضعیت او عدالت ته د هغوی د نه لاسرسي په اړه اندېښمنې وې.
راپور ټینګار کړی، چې هند د کډوالو د ساتنې ملي قانون نه لري او دا چې بهرني اتباع د کورني او بهرني سیاست د بدلون لپاره تر فشار لاندې دي.