د پیسو نړیوال صندوق: د غزې جګړه او د حوثیانو بریدونه نړیوال اقتصاد ګواښي
د پیسو د نړیوال صندوق مشر خبرداری ورکړ چې په غزه کې جګړه او په سور سمندرګي کې پر نړیوالو بیړیو د یمني حوثي یاغیانو بریدونه نړیوال اقتصاد ته ګواښ دی. کریستالینا جورجیوا وایي، چې که په غزه کې جګړه اوږده شي، په سیمه کې کړکېچ ښايي زیات شي.
هغه په یمن کې د حوثي یاغیانو بریدونو ته په اشارې سره زیاته کړه: "همدا اوس موږ د سویز په کانال کې د جګړې د پراخیدو د خطر شاهدان یو."
د غزې د جګړې له پیل راهیسې، د یمن حوثي یاغیانو، چې ایران د اسلامي جمهوریت له ملاتړه برخمنه دي، په سور سمندرګي، د باب المندب تنګي او د عدن خلیج په سیمو کې په نړیوالو بېړیو په بریدونو سره د سیمې سمندري امنیت له خطر سره مخامخ کړی دی.