'څوک، څوک دی؟'؛ د جرمني لومړی وزیر او امریکایي سناتور په یوه څېره کې
د جرمني لومړی وزیر اولاف شولز واشنګټن ته په خپل سفر کې د یو شمېر پارلماني استازو له هغې ډلې له کرېس کونز سره په لېدنه کې وکتل، چې دوی دواړه کټ مټ یو بل ته ورته څېره لري.
کرېس کونز او اولاف شولز دواړو د اېکس په خواله رسنۍ کې د خپلو انځورونو په خپرولو سره په ټوکو لیکلي چې «څوک، څوک دی؟»
د جرمني لومړی وزیر او امریکایي سناتور نه یوازې دا چې په څېره کې سره یو بل ته ورته دي؛ بلکې د دواړو عمرونه هم د ۶۰ او ۶۵ کلونو تر منځ دي او چندانې توپیر سره نه لري. د دې تر څنګ د دواړو ونې هم په یوه اندازه دي.
اولاف شولز هم د کرېس کونز سره اخیستل شوی انځور په اېکس پاڼه خپور کړی او ورسره لیکلي یې دي، چې خپل همزولی یې یو ځلې بیا وموند.
د جرمني لومړی وزیر امریکا ته تللی، چې له جوبایډن او د امریکا له یو شمېر نورو لوړ پوړو چارواکو سره وویني.
هغه به د دغه سفر په ترڅ کې هڅه وکړي امریکا وهڅوي، چې له اوکراین سره مرسته وکړي او د دغو مرستو په رسولو کې د ناغېړۍ له امله هم هغه هېواد ته خبرداری ورکړي.