امریکا وايي، په رفح ښار کې د اسراییل د ناپلان شوو پوځي عملیاتو ملاتړ نه کوي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند د پنجشنبې په ورځ ویلي، چې په رفح کې د اسراییل پوځي عملیات به له جدي پلان پرته ویجاړونکي وي او امریکا به یې ملاتړ ونه کړي.
د امریکا له مخالفت سربیره د اسرائیلو حکومت پوځ ته امر کړی چې رفح ښار ته د ننوتلو لپاره تیاری ونیسي.
د اسراييلو لومړي وزير بنيامين نتانياهو پوځ ته مصر سره په پوله کې رفح ښار ته د ننوتلو امر په داسې حال کې کړی چې دغه ښار تر يو ميليون زياتو فلسطيني کډوالو کوربهتوب کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ودانت پتېل د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل: «په داسه یوه سیمه کې پرته له پلانه او فکره عملیات پیلول چې یو میلیونو خلکو ورته پناه وړي وي، ناورین رامنځ ته کولای شي."
پتېل زیاته کړه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د چهارشنبې په ورځ د اسرائیلو له صدراعظم سره په کتنه کې دا موضوع مطرح کړې ده.
د دې پوښتنې په ځواب کې چې په رفح باندې د اسراییلو د برید په صورت کې له یو ملیون څخه ډیر فلسطینیان چیرته پناه اخیستلی شي، پتیل وویل: "دا هغه مشروع پوښتنې دي چې اسراییل باید ورته ځواب ووایي."
په همدې حال کې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش خبرداری ورکړی چې د غزې په تړانګه کې د اسراییل د پوځي عملیاتو پراخول به په سیمه کې "داسې پایلې ولري چې د توصیف وړ نه دي".
هغه زیاته کړه چې په لکونو فلسطینیانو په رفح ښار کې له جګړو څخه پناه اخیستې او پر دغې سیمې برید به په غزه کې د روان «انساني بحران» د لا پراخیدو لامل شي.